سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

خلیلزاد له هند غوښتي، چې له طالبانو سره باید ديپلوماتیکي اړیکې جوړې کړې

د هندوستان «دې هندو» ورځپاڼې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حواله ویلي، چې نوموړی د هندوستان انديښنو ته په پام د هند او طالبانو د مخامخ خبرو پلوی دی او دواړه لورې باید خپلې انديښنې له یو و بل سره شریکې کړې.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې هند د افغانستان په بیارغونه کې ښه او کافي رول لوبولی، چې اوس يې د افغان سولې په پروسه کې هم فعال رول لوبولو ته اړتیا ده، چې په همدې لړ کې باید لومړی له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل او ديپلوماتیکې جوړې کړي.

ورځپاڼې د خلیلزاد دا وینا را اخستې ده، چې: «هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او ددې هیواد په بیارغونه کې پاتې شوی، خو د سولې په پروسه کې یې هومره دلچسپي نه ده ښودلې، هند باید فعال رول ولوبوي او دا ډېره اړینه ده، چې هند او طالبان له یو بل سره مخامخ خبرې وکړې او هند د تروریزم او نورو برخو اړوند خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي.»

نوموړي د دې پوښتنې په جواب کې، چې هند تر دې وړاندې له طالبانو سره مخامخ خبرې رد کړې،ایا تاسو په نوې ناسته کې د طالبانو او هند په مخامخ خبرو بحث کړی که نه؟، ویلي، دا پرېکړه چې هند له طالبانو سره مخامخ خبري کوي یا نه، په هند پورې اړه لري، خو ددوی دواړو تر منځ ډیالوګ اړین دی.

په افغانستان کې د هند ښکېلتیا باید یوازې د افغانستان تر حکومت پورې محدوده نه وي؛ بلکې اړتیا ده چې له ټولو سیاسي ډلو، مدني ټولنو او مهمو سیاسي لوبغاړو سره باید دوستانه اړیکې ولري، چې په مټ يې کېدای شي، هند په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو ښه ځای خپل کړي، څکه هند په افغانستان کې مهم او ځواکمن رول لري؛نو پکار ده چې له طالبانو سره خبرو ته مستقیماً را وړاندې شي.

خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا تړون یوه مهمه لاسته راوړنه بللې او له افغان سولې یې د نړیوالو ملاتړ اړین بللی، چې دده په خبره، هند او پاکستان په دې برخه کې مهم ځای لري « کله چې د افغانستان د سولې په اړه خبره کوو، د هند، پاکستان او نړیوالې ټولنې ملاتړ په دې برخه کې اړین دی. زه فکر کوم، چې د افغانستان سوله د دواړو هیوادونو لپاره سیاسي، اقتصادي او رغنیزې ګټې له ځانه سره لري او سیمه نوره هم سره نږدې، او همغږې کولای شي. دا به د هند او پاکستان په ګډون د ټولو هیوادونو لپاره ګټور وي، چې په دې پروسه کې ښکېل شي.»

وروسته له هغې چې څه موده وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د هندي شنونکو یوه ویډیويي کنفرانس ته وویل، چې طالبان د سیمې له هیوادونو سره غوره او د متقابل احترام په اصولو ولاړې اړیکې غواړي او هیڅکله به اجازه ورنکړي، یو څوک د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکاروي. دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو لوړپوړی ډيپلوماټ هند له طالبانو سره مخامخ خبرو ته هڅوي.

خلیلزاد د جمعې په ورځ د هند له یوه ورځني سفر وروسته د افغان سولې په تړاو او د بندیانو د خلاصون پروسې د چټکولو او نورو اړونده موضوعاتو لپاره اسلام اباد ته ورسېد، چې ښايي نن یا سبا به بېرته قطر ته د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند او طالب استازو سره د خبرو په موخه وخوځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون