پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

طالبانو پاکستان کې د ملا اختر منصور د ملکیتونو او شتمنیو په اړه راپورونه رد کړل

طالبانو د خپل وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د ملکیتونو او شتمنیو د نیلام او ضبطېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د اختر محمد منصور د شمتنیو او ملکیتونو په اړه د  رسنیو راپورونه هسې افواهات او د «ځینو مغرضو» کړیو له لورې د دوی په مشرانو په اړه د ذهنونو د مغشوشولو هڅه بللې.

ښاغلي مجاهد ویلي، که څه هم کاروبار او تجارت په شریعت کې هېڅ ممانعت نلري او هر څوک حق لري، چې ګټه وټه وکړي، خو د دوی پخواني مشر دې کار ته وخت نه درلود.

تېره ورځ ځينو کورنیو رسنیو د پاکستاني رسنیو د راپور په استناد خبر ورکړ، چې د پاکستان حکومت د ملا اختر محمد منصور د ملیونونو کلدارو په ارزښت هغه جایدادونه او ملکیتونه ، چې په کراچۍ ښار کې يې را نیولي ول، نیلام او بولۍ ته وړاندې کړي.ma

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون