ټکنالوژي

اېل جي خپل وېلوېټ نومې ځیرک موبایل معرفي کړ

اېل جي کمپنۍ خپل وېلوېټ نومې ځیرک موبایل څخه پرده پورته کولو سره د دغه ځیرک موبایل په اړه د معلوماتو افشا کېدو لړۍ ته د پای ټکی کېښود.

د دغه ځیرک موبایل ډیزاین او ډیری ځانګړنې له وړاندې څخه کاروونکو سره خپله کمپنۍ یا معلوماتو افشا کوونکو له لوري شریکې شوې وې.

دغه ځیرک موبایل ۶٫۸ انچه اولېډ ډوله مخ‌پاڼه لري او د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۶۵ ډوله پروسېسر په کې کارول شوی دی.

۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي د میموري کارډ له لارې دغه وړتیا ۲ ټېرابایټ ته لوړولی شي. دغه ځیرک موبایل له ۵جي ټکنالوژۍ څخه هم ملاتړ کوي.

اېل جي وېلوېټ ۴۳۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې چټک وایرلېس چارجنګ څخه هم ملاتړ کوي او څلورو رنګونو کې به خرڅلاو ته وړاندې شي.

شاتنۍ برخې کې ۳ کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې الټرا وایډ کامره او ۵ مېګاپکسله وړتیا لرونکی ډېپت سېنسر په کې شامل دي.

مخکینۍ برخه کې سېلفي لپاره هم یوه ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري.

سویلي کوریا کې د دغه ځیرک موبایل بیه ۷۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې چې کېدای شي نورو هېوادونو کې له مالیاتو وروسته بیه يي له دې لوړه وټاکل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون