ټکنالوژي

د فېسبوک نوې بڼه ټولو کاروونکو ته وړاندې شوه

فېسبوک له اوږدې مودې څخه د خپلې وېب پاڼې په نوې بڼه کار کوي او په بشپړه توګه يي له سره ډیزاین کړی. د فېسبوک دغه نوې بڼه کې د تیاره بڼې اسانتیا هم ورکړل شوی دی.

فېسبوک د خپلې وېب پاڼې دغه نوې بڼه تېر کال اېف۸ ډوېلېپرز غونډې پر مهال معرفي کړی و او سږکال يي د دغې بڼې او نوی ډیزاین ازموینه پیل کړې وه.

اوس دغه بڼه د جمعې په ورځ ټوله نړۍ کې کاروونکو ته وړاندې شو او که تاسې ته نه ښکاري، نو کېدای شي راتلونکو څو ورځو کې تاسې هم ورته لاس رسی ولرئ.

دغه نوی ډیزاین د فېسبوک کاریال ډیزاین ته ډېره ورته ده او فېسبوک کمپنۍ وايي چې دغه نوی ډیزاین کې د وېډیوګانو، لوبو او ګروپونو لټون به اسانه شي.

دغې نوې بڼې کې تر ټولو مهمه ځانګړنه «تیاره بڼه یا Dark Mode» دی چې د سترګو ستړیا څخه مخنیوی کوي او د سپینې رڼا په څېر مضر نه دی.

دغه نوې بڼه څنګه فعالېږي؟

د فېسبوک اصلي پاڼې پاسنۍ ښي اړخ کې کوچنی مثلث کلېک کړئ.
لاندې سوېچ ټو نیو فېسبوک «Switch to new Facebook» کلېک کړئ.
نوې بڼې فعالولو څخه وروسته له همدغه ځایه تیاره بڼه یا Dark Mode هم فعالولی شئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون