ټکنالوژي

مایکروسافټ خپل نوی لپ‌ټاپ او ټبلېټ څخه پرده پورته کړه

مایکروسافټ کمپنۍ له کومې رسمي غونډې پرته، په پرلیکه ډول خپل نوی لپ‌ټاپ سرفېس بک۳ او ټبلېټ سرفېس ګو۲ څخه پرده پورته کړه. دغې کمپنۍ د دې ترڅنګ سرفېس اېیربډز، سرفېس هېډفونز۲، سرفېس ډوک۲ او یو اېس بي ټرېول هب هم معرفي کړل.

سرفېس ګو۲

دا د مایکروسافت کمپنۍ ټو اېن ون ټبلېت دی چې بیه يي د دغې کمپنۍ نورو ټبلېټونو په پرتله ټیټه ده او ۱۰٫۵ انچه پکسل سېنس ډوله مخ‌پاڼه لري.

مایکروسافټ کمپنۍ وايي چې د دغې ټبلېټ بېټرۍ د پخوا په پرتله غوره ده او په کې د اېنټل اتم جنرېشن کور اېم پروسېسر کارول شوی دی.

دغه ټبلېټ مخکینۍ برخه کې پنځه مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري چې د کامرې یوې کاریال له لارې مختلف څیزونه سکن کولی شي. له دې سربېره سرفېس ګو۲ کې سرفېس پېن هم ورکړل شوی دی.

د دغه ټبلېټ بیه ۳۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې او د مې په ۱۲مه به امریکا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

سرفېس بک۳

سرفېس بک۳ د مایکروسافټ کمپنۍ نوی پیاوړی لپ‌ټاپ دی چې بېټرۍ يي هم د پخوا په پرتله ډېره غوره شوې. یو ځل چارجولو سره به دغه لپ‌ټاپ ۱۷ ساعتونو پورې کار کوي.

دغه لپ‌ټاپ ۱۳ او ۱۵ انچه مخ‌پاڼه لرونکې بڼې لري.

دغه لپ‌ټاپ کې د اېنټل لسم جنرېشن پروسېسر ورکړل شوی او جي فورس جي ټي اېکس یا ار ټي اېکس ډوله ګرافیکس لري. د دغه لپ‌ټاپ پیاوړې بڼه ۳۲ ګېګابایټ ګرافیکس لري.

د سرفېس بک۳ بیه ۱۵۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې او د مې په ۲۱مه به امریکا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

له دې سربېره د سرفېس هېډفون بیه ۲۴۹٫۲ ډالره، سرفېس اېیربډز بیه ۱۹۹ ډالره، سرفېس ډوک بیه ۲۶۰٫۲ ډالره او د یو اېس بي ټرېول هب بیه ۱۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون