ټکنالوژي

د میزو۱۷ لړۍ نوي ځیرک موبایلونه معرفي شول

میزو نومې چېنایۍ کمپنۍ اکثره پیاوړې ځانګړنې او ټیټه بیه لرونکي ځیرک موبایلونه معرفي کوي، چې له همدې امله سامسنګ او یو شمېر نورې مشهورې کمپنۍ له ستونزو سره مخ کوي.

اوس دغې کمپنۍ یو ځل بیا غوره ځانګړنې لرونکي ځیرک موبایلونه، میزو ۱۷ او ۱۷ پرو، څخه پرده پورته کړه. دغه ځیرک موبایلونه د ډیزاین په برخه کې سره ورته دي خو میزو۱۷ پرو کې غوره کامره، وایرلېس چارجنګ او چټک رم ورکړل شوی.

دا د دې کمپنۍ لومړني ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوونکي ځیرک موبایلونه دي.

دواړه ځیرک موبایلونه ۶٫۶ انچه سوپو امولېډ ډوله مخ‌پاڼه لري چې ۹۰ هرتز ریفرش رېټ څخه ملاتړ کوي او سېلفي کامره هم پنج هول ډیزاین سره مخ‌پاڼه کې ورکړل شوې ده.

دواړه ځیرک موبایلونه د مخ‌پاڼې لاندې د ګوتې نښې سېنسر لري او د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۶۵ ډوله پروسېسر په کې کارول شوی دی. میزو۱۷ کې ۸ ګېګابایټ رم او میزو۱۷ پرو کې ۱۲ ګېګابایټ رم ورکړل شوی او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري.

دغو ځیرکو موبایلونو کې ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټري ورکړل شوې چې ۳۰ واټ چټک چارج او ۱۷ واټ وایرلېس چارج څخه ملاتړ کوي.

دواړه ځیرک موبایلونه شاتنۍ برخې کې څلور کامرې لري چې اصلي کامره يي ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لري. میزو۱۷ پرو کې له دې سربېره ۸ مېګاپکسله ټېلې فوټو لېنز، ۳۲ مېګاپکسله الټراوایډ کامره او ټي او اېف کامره هم ورکړل شوي دي. میزو ۱۷ کې بیا ۱۲ مېګاپکسله وایډ سېنسر، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ او ۵ مېګاپکسله مایکرو کامره ورکړل شوې ده.

دواړه ځیرک موبایلونه مخکینۍ برخه کې ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري.

میزو۱۷ بیه

۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۶۹۹ چېنایي یوان
۸ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۹۹۹ چېنايي یوان

میزو۱۷ پرو

۸ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ وړتیا لرونکې بڼې بیه ۴۲۹۹ چېنايي یوان
۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ وړتیا لرونکې بڼې بیه ۴۶۹۹ چېنايي یوان

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون