افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

رولا غني:پر طالبانو باور نلرم، چې افغان حکومت سره دې مذاکرات پيل کړي

رولا غني، د ولسمشر غني مېرمن

د ولسمشر غني مېرمن او د هېواد لومړۍ میرمنې په یوې تازه مرکه کې ویلي، تر ډېره حده پر طالبانو باور نلري، چې دوی به له افغان حکومت سره د سولې په اړه مذاکرات وکړي.

میرمن رولا غني په دغه تازه مرکه کې چې له امریکا غږ سره یې د سکایپ له لارې د مۍ پر ۱۰مه/غويي ۲۱مه کړې ویلي، چې حکومت دې ته تیاری لري چې له طالبانو سره کښينې او خبرې وکړي؛ خو دا چې دا کار ولې نه کیږي، دا د حکومت ګناه نه ده، حکومت د سولې او جګړې بندولو لپاره له دوو کلونو راهیسې خپل غږ پورته کړی دی.

نوموړې ویلي، اوس د دې وخت دی، چې ټول سوله غواړي : «خو هغه څه چې معلوم دي هغه دا دي چې ټول افغانان سوله غواړي.»

بي بي ګل پر طالبانو نیوکه کړې، چې ولي يې پر امریکایانو او بهرنیانو بریدونه درولي دي، خو لا هم پر افغانانو بریدونه کوي او وژني یې.

د میرمن غني په وینا که طالبان ریښتیا هم سوله غواړي نو حکومت سره دې مذاکرات پیل کړي.

میرمن غني وايي: «طالبان لا اوس هم بریدونه کوي، لا هم خلک وژني، مسلمانان وژني، امریکایانو سره یې وعده کړې چې امریکایان او بهرنیان به نه وژني، خو لا تراوسه میرمنې کونډې کیږي، که هغوی رښتیا غواړي سوله راوړي، حکومت سره دې کښیني، موږ چمتو یو، دوه کاله وشول چې موږ چمتو یو.»

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو د پيل نېټه د مارچ لسمه ټاکل شوې وه، خو په دې شرط چې لومړی به د افغانستان له زندانونو د طالبانو پنځه زره بندیان او له طالبانو سره د حکومت زر تنه بندیان د يوه مخکې له مخکې ترتیب شوي لیست له مخې خوشي کېږي.

خو د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خند او ځنډ په لړ کې د ارګ او سپيدار د جنجالونو له امله د کابو دوو میاشتو په تېریدو سره سره لا هم افغان حکومت نه دی توانېدلی، چې خپل مذاکراتي ټیم رسماً معرفي او په کار وګماري او همدارنګه د طالبانو پنځه زره بندیان ازاد کړي، تر اوسه حکومت ایله د طالبانو لخوا د ورکړل شوي لیست سره سم د زرو تنو طالب بندیانو په خلاصولو توانېدلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون