پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

حنیف اتمر او جواد ظریف د افغان پولې سره د رامنځته شوې غمیزې په اړه غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ويلي، د دغه وزارت سرپرست او نوماند وزیر حنیف اتمر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د ټیليقون پر کرښه د پولې پر سر د رامنځته شوې غمیزې او د یو ګډ پلاوي د ټاکلوپه اړه غږېدلي .

خبرپاڼه وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیرحنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د ټيليفون پر کرښه د ایران پر پوله د هغوی د پوله ساتو ځواکونو لخوا د یو شمېر افغان کارګرو د وژنې په اړه خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوړیو د شوې پېښې په اړه خپله خواشینې ښودلې او د یادې پېښې پر پلټنو یې ټینګار کړی دی، تر څو راتلونکي کې داسې پېښې تکرار نه شي.

وینا پاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته ویلي، چې افغانستان له خپل اړخ څخه د شوې پېښې د پلټنې په موخه خپل پلاوی د پېښې سیمې ته لېږلی او خپل کار یې پیل کړی دی.

جواد ظریف اتمر ته ډاډ ورکړی، چې ایران به هم ډېر ژر د هغوي د پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغان کارګرو د وژل کېدو په اړه خپل پلټونکی پلاوی وټاکي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د اړتیا په صورت کې به د دواړو هېوادونو پلاوي د پېښې په سیمه، هرات او یا مشهد کې ګده ناسته ولري.

د ایران د پوله ساتوونکو ځواکونو له لوري د یو شمېر افغان کارګرو وژل کېدل، د افغان حکومت کلکه غبرګون یې له ځان سره درولود او له همدې امله ولسمشر غني د پېښې د تحقیق لپاره یو پلاوی ټاکلی دی، چې اوس مهال یې پلټنې روانې دي.

تېره اونۍ هغو افغان کارګرو چې غوښتل یې د قاچاق له لارې ایران ته د کار کولو په موخه لاړ شي، د لارې په اوږدو کې د ایراني ځواکونو له لوري لومړی ربړول شوي او تر هغه وروسته سیند ته اچول شوي دي.

تېره اونۍ د دې پيښې د قربانیانو له ډلې د ۱۶ افغان کارګرو مړي پیدا شوي ۱۶ نور یې ژغورل شوي، او ۱۸ تر ۲۰ نور افغان مسافر ورک دي.

بل پلو طالبانو هم له ایران څخه د ترسره شوې پېښې په اړه وضاحت او د نه تکرار غوښتنه کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون