ټکنالوژي

د ایفون۱۲ پرو د مخ‌پاڼې ځانګړنې افشا شوې

اپل کمپنۍ له وړاندې څخه په راتلونکو ایفونونو کار پیل کړی، چې د مختلفو سرچینو له لوري د دغو ځیرک موبایلونو ځینې مهمې ځانګړنې افشا شوي هم دي.

د راپورونو پر بنسټ، ۲۰۲۰ کې به ایفون۱۲ پرو تر ټولو پیاوړی ایفون وي، چې له همدې امله د ایفون۱۲ نورو بڼو په پرتله به پیاوړې او پرمختللې ځانګړنې او وړتیاوې ولري.

نوې افشا شوي معلومات ښيي چې ایفون۱۲ پرو به ۱۲۰ هرتز پرو-موشن ډوله مخ‌پاڼه او د پخوا په پرتله پرمختللې فېس ای ډي ولري.

دغه معلومات د مکس وېنبخ له لوري چې د معلوماتو افشا کوونکې باوري سرچینه ده خپاره شوي دي.

دغو معلوماتو پر بنسټ، ایفون۱۲ پرو به د مخ‌پاڼې اندازې له نظره دوه مختلفې بڼې – ۶٫۱ انچ او ۶٫۷ انچ – ولري او دواړه به ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ څخه ملاتړ کوي.

ایفون۱۲ پرو به ۴۴۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ سره وړاندې شي.

د یادونې ده چې ایفون۱۲ به هم د ډیزاین په برخه کې د تېر کال ایفون۱۱ سره ځانګړی توپیر ونه لري، خو یوازې د ایفون۱۲ پرمختللې بڼه کېدای شي شاتنۍ برخې کې څلور کامرې ولري.

نوي ایفونونه به د تېر کال ایفونونو په پرتله کوچنۍ ناچ ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون