ټکنالوژي

سامسنګ دوه نوي ځیرک موبایلونه وړاندې کوي

سام موبایل راپور له مخې، سامسنګ کمپنۍ غواړي نژدې راتلونکې کې خپل دوه نوي ځیرک موبایلونه، ګلکسي اېم۵۱ او ګلکسي اېم۳۱ اېس، نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کړي.

افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې ګلکسي اېم۵۱ به د ګلکسي اې۵۱ نوې بڼه وي چې له اې۵۱ څخه به ستره بېټرۍ او مختلف ډیزاین ولري.

ګلکسي اېم۳۱ اېس بیا د سامسنګ کمپنۍ ارزانه بیه ځیرک موبایل دی چې ګلکسي اېم۳۰ اېس ته ورته ځانګړنې لري. دغه دواړه ځیرک موبایلونه به ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا سره خرڅلاو ته وړاندې شي.

سامسنګ کمپنۍ به دغه دواړه ځیرک موبایلونه له ګرځبندیز څخه وروسته په پیل کې هندوستان کې خرڅلاو ته وړاندې کړي.

د دغو ځیرکو موبایلونو د وړاندې کېدو کره نېټه، بیه او ځانګړنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چې سامسنګ کمپنۍ غواړي یو شمېر هېوادونو کې غوره ځانګړنې او ارزان بیه ځیرکو موبایلونو وړاندې کولو سره خپل پیاوړي چېنايي سیالانو ته ماتې ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون