ټکنالوژي

ګوګل خپل د ارزان بیه ځیرک موبایل د معرفي کولو نېټه وځنډوله

ګوګل کمپنۍ غواړي خپل ارزان بیه ځیرک موبایل، ګوګل پکسل ۴اې، څخه پرده پورته کړي. ټاکلې شوې وه دغه ځیرک موبایل د مې میاشت وروستۍ لسیزې کې کاروونکو ته معرفي او خرڅلاو ته وړاندې شي.

له دې وړاندې یو شمېر راپورونو کې ادعا شوې وه چې دغه ځیرک موبایل به د مې په ۲۲مه کاروونکو ته وړاندې شي، خو داسې ښکاري چې دغه غونډه کېدای شي د جون میاشتې ته وځنډول شي.

یو شمېر راپورونه ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایل به د جون په ۵مه کاروونکو ته معرفي شي، خو د یادونې وړ ده چې ګوګل کمپنۍ د جون په ۳مه د انډرایډ۱۱ عامل سیستم بیټا ورژن وړاندې کوي او ډېر امکان لري چې همدغې غونډې په ترڅ کې ګوګل پکسل ۴اې هم معرفي کړي.

له دې وړاندې ګوګل کمپنۍ خپله یوه مهمه غونډه د کورونا وایرس له امله لغوه کړې وه، خو دا ځل دغه کمپنۍ غواړي د انډرایډ۱۱ بیټا ورژن او ګوګل پکسل ۴اې ځیرک موبایل د پرلیکه غونډې له لارې کاروونکو ته معرفي کړي.

ګوګل پکسل ۴اې به فول اېچ ډي+ ډوله مخ‌پاڼه، د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۳۰ ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۶۴، ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري.

شاتنۍ برخه کې یوه ۱۲٫۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې او مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله لرونکې کامره به ولري. د یادونې ده چې د ګوګل کمپنۍ ځیرک موبایلونه د پیاوړې کامرې لرلو له امله ځانګړې شهرت او مینه‌وال لري.

دغه ځیرک موبایل به ۳۰۸۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري او ۱۸ واټ چټک چارج څخه به هم ملاتړ کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون