لوبې

شفیق الله شفق باندې د فساد له امله ۶ کلن بندیز ولګول شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې وېکېټ ساتونکی توپ وهونکی، شفیق الله شفق، باندې د فساد له امله د ۶ کلن بندیز لګولو پرېکړه کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي چې نوموړی ۲۰۱۸ کې د افغانستان پرېمیر لیګ پر مهال د فساد قانون څخه سرغړونه کړې. نوموړی افغانستان پرېمیر لیګ سیالیو کې ننګرهار لېپرډز لوبډلې لپاره لوبې کولې.

کرېکټ بورډ همداراز وايي چې نوموړی ۲۰۱۹ کې بنګله‌دېش پرېمیر لیګ کې هم د فساد قانون څخه سرغړونه کړې ده. شفق د ۲۰۱۹ بنګله‌دېش پرېمیر لیګ کې د سلېټ تنډرز لوبډلې له لوري لوبېده.

شفیق الله شفق خپله لومړنۍ ملي لوبه ۲۰۰۹ کې ترسره کړه او تر اوسه د افغانستان لپاره يي ۲۴ یوې ورځنۍ او ۴۶ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي.

له دغې پرېکړې وروسته نوموړی راتلونکو شپږو کلونو لپاره کرېکټ پورې تړلی هېڅ ډول فعالیت او لوبې نشي کولی.

په دې اړه د کرېکټ بورډ ادارې د فساد ضد کمېټې مدیر، سید انورشاه قریشي، وویل: «ثابته شوه چې نوموړی ۲۰۱۸ افغانستان پرېمیر لیګ کې د فساد ضد قانون څخه سرغړونه کړې. نوموړی همداراز د ۲۰۱۹ بنګله‌دېش پرېمیر لیګ کې هم فساد کې ښکېل و. نوموړی د خپلې لوبډلې بل لوبغاړی هم ځان سره د یو ځای کولو هڅه کړې وه خو دغه برخه کې نه و بریالی شو.»

سید انور شاه قریشي همداراز وویل چې ټول هغه لوبغاړي چې غیر قانوني کړنې کوي او فکر کوي چې د کرېکټ بورډ ادارې د فساد ضد کمېټه به د هغوی په جرمونو سترګې پټې کړي باید پوه شي چې له هغوی سره به قانوني چلند وشي.»

نوموړی همداراز وايي چې شفیق الله شفق خپلې تېروتنې منلو څخه وروسته د اوږمهاله بندیز څخه ځان وژغوره.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون