لوبې

بابر اعظم د پاکستان د یوې ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

د پاکستان کرېکټ بورډ له شل اوریزو لوبو وروسته په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې هم د بابر اعظم د لوبډلمشر کولو پرېکړه وکړه.

له دې وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ د سرفراز احمد پر ځای بابر اعظم د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکلی و، خو هغه مهال د یوې ورځنیو لوبو لړۍ نه لرلو له امله یوې ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر نه و ټاکل شوی.

د پاکستان کرېکټ بورډ اوږدې مودې لپاره د یوې ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر ونه ټاکه، خو اوس دغې ادارې د لوبغاړي مرکزي تړونونو سره بابر اعظم یوې ورځنیو لوبو کې هم د دغې لوبډلې لوبډلمشر وټاکه.

د پاکستان کرېکټ بورډ یوې ورځنیو لوبو لپاره د لوبډلمشر په توګه د بابر اعظم ټاکل کېدو لپاره کومه غونډه نه وه جوړه کړې. که څه هم ځینې په دې باور دي چې د پاکستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه د کورونا وایرس له امله کړې، خو اکثره کارپوهان وايي چې غونډه د عامو خلکو توند غبرګون څخه مخنیوی لپاره نه وه جوړه شوې.

د یادونې ده چې له سرفراز احمد وروسته د بابر اعظم لوبډلمشري کې پاکستانۍ لوبډله شل اوریزو لوبو کې تر اوسه ښه نه ده ځلېدلې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون