روغتيا او ژوند

د روغتیا نړیواله اداره: کېدای شي کورونا وایرس هېڅ له منځه ولاړ نشي

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې کېدای شي کورونا وایرس هېڅ له منځه ولاړ نشي او نړیوال باید له دغه وایرس سره د ژوند کولو طریقه زده کړي.

د اې اېف پي راپور پر بنسټ، په داسې حال کې چې اکثره هېوادونه د کورونا وایرس له امله لګول شوی ګرځبندیز کې نرمښت راولي، د روغتیا نړیواله اداره وايي چې کېدای شي دغه وبا له منځه ولاړ نشي.

د یادونې ده چې د کورونا وایرس لومړنۍ پېښه تېر کال د چین په ووهان ښار کې ثبت شوه، او تر دې دمه ۴٫۳ مېلیونه کسان پرې اخته او له ۲۹۷ زره څخه ډېرو کسانو له امله يي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د روغتیا نړیواله اداره د بېړنو چارو کارپوه، مایک راین، یوې پرلیکه مرکې له لارې وویل: «په دې برخه کې هڅو ته ادامه ورکول اړین دی. دغه وایرس چې د وبا بڼه يي خپله کړې کېدای شي هېڅکله له منځه ولاړ نشي.»

نوموړی همداراز وویل چې کېدای شي د اېډز په څېر دغه وایرس هم له منځه ولاړ نشي او د نړۍ ټول خلک به دغه وایرس سره ژوند کولو ته اړ وي.

د کورونا وایرس خپرېدو له امله د نړۍ نیمايي وګړي ګرځبندیز کې ژوند کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر، ټېډروس اذانوم ګرېبېس، وايي چې د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې کېدای شي ګرځبندیز کې نرمښت له امله د کورونا وایرس دوهمه څپه رامنځته شي چې له لومړۍ څپې څخه به ډېره وژونکې وي.»

مایک راین هم په دې اړه وايي چې اکثره هېوادونه غواړي چې ګرځبندیز پای ته ورسوي، خو زموږ وړاندیز دا دی چې یوازې هغه هېوادونه چې خلک په لوړه کچه احتیاطي تدابیرو ته پاملرنه کوي ګرځبندیز پای ته ورسوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون