پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پښتون ژغورني غورځنګ دوه مشران په کرونا وایروس اخته شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې له علي وزیر وروسته اوس د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین هم په کرونا وایروس اخته شوی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د چهارشنبې/مۍ۱۳مې په ماښام په یوه ویډيويي پيغام کې په کرونا وایروس دده اخته کېدو خبرونه تائید کړل.

ښاغلي پښتين وویل، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې يې ځان قرنطین کړی دی او له چا سره نه ګوري.

هغه خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ، چې تشویش دې نه کوي او دعا دې ورته کوي.

له دې وړاندې د پاکستان په پارلمان کې د سویلي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر څو ورځې وړاندې په کرونا اخته شوی.

علي وزیر ویلي، چې ده معاینات کړي او ورته وویل شول، چې د کرونا ټیسټ یې مثبت دی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون