افغانستان روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې

نن د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح، یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۴۱۳ نوي مثبت پېښې ثبت شوي دي.

دا په هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېرې مثبت پېښې دي.

دغو پېښو سره په هېواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۵۶۳۹ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور تنه د کووېډ-۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ تنه دغې ناروغۍ ته په ماتې ورکولو بریالي شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه نوي پېښې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي او تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې هره ورځ د عامې روغتیا وزارت هېواوالو ته خبرداری ورکوي چې دغه وایرس جدي ونیسي او په احتیاطي تدابیرو عمل وکړي خو خلک دغه خبرداری جدي نه نیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون