روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

څېړنه: کورونا وایرس په لوړ غږ خبرې کولو څخه هم خپرېږي

د چین له ووهان ښار څخه پیلېدونکی دغه وایرس په مېلیونونه کسان اغېزمن کړي. ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۴٫۵ مېلیونه کسان په دغه وایرس اخته او له ۳۰۰ زره څخه ډېر کسان د کووېډ-۱۹ له امله مړه شوي دي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیواله اداره، څېړونکي او روغتیايي کارپوهانو دغې وایرس څخه مخنیوی لپاره د ټولنیزې فاصلې، د عامه ځایونو او څیزونو لمس کولو څخه وروسته ۲۰ – ۴۰ ثانیو لپاره خپل لاسونه وینځل او ماسک کارولو سپارښتنه کوله.

خو اوس ساینسپوهان موندلي چې په لوړ غږ خبرې کولو پر مهال له خولې څخه وتونکي کوچنۍ ذرې له ۱۰ دقېقو څخه اوږدې مودې لپاره هوا کې پاتې کېږي او نور خلک هم په دغه وایرس اخته کوي.

د اې اېف پي راپور پر بنسټ، د امریکا د شکرې، هاضمې سیستم او پښتورګو ملي انسټیټیوټ دغې څېړنې کې یو کس د ۲۵ ثانیو لپاره بند قوطۍ کې په لوړ غږ «روغ واوسئ» جمله وویله.

ساینسپوهانو د لایزر پروجېکټ له لارې په لوړ غږ خبرې پر مهال له خولې څخه وتونکې ذرې وڅېړل، او دې پایلې ته ورسېدل چې په لوړ غږ خبرې کولو هم د کورونا وایرس خپرېدو کې مرسته کوي.

دغې څېړنې کې چې د امریکا نېشنل اکېډمي اف ساینس څېړنیزې مجلې کې خپره شوې ادعا شوې چې دغه ذرې تر ۱۲ دقېقو پورې هوا کې پاتې کېږي.

ساینسپوهانو د خولې لاړو کې وایرس کچې پام کې نیولو سره اټکل کړی چې یوې دقېقې لپاره په لوړ غږ خبرې کولو پایله کې ۱۰۰۰ ذرې له خولې څخه وځي چې تړلی چاپېریال کې ۸ دقېقو پورې هوا کې پاتېږي او هر هغه څوک چې دغه هوا تنفس کوي په کورونا وایرس اخته کوي.

څېړنې کې همداراز ویل شوي چې په ورو غږ خبرې کولو پر مهال ډېر لږ شمېر دغه ذرې هوا کې خپرېږي چې دومره مضر نه وي.

له همدې امله، ساینسپوهانو د دغې څېړنې پایله کې هر وخت ماسک اغوستلو باندې ټینګار کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون