لوبې

جرمني نن له نندارچیانو پرته بنډس لیګا فوټبال لیګ پیلوي

جرمني وايي چې نن څخه پیلیدونکی بنډس لیګا نومې فوټبال لیګ ټولې لوبې به له نندارچیانو پرته ترسره شي.

د الجزیره راپور پر بنسټ، جرمني کې د کورونا وایرس خپرېدل د پخوا په پرتله ورو شوې ده، چې له همدې امله دغه هېواد د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۰ بنډس لیګا لیګ پاتې ۲۶ لوبې بیا پیلوي.

دغه لیګ کې به ۱۸ لوبډلې ګډون وکړي.

د لوبو پر مهال به لوبغالی کې یوازې ۳۰۰ د لوبغالي او امنیتي برخې کارکوونکي موجود وي او لوبغاړو ته هم ویل شوی چې لاړې تو کولو، ډله‌ییزې بریا لمانځنې یا نورو لوبغاړو سره لاس ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د لوبو پر مهال د لوبډلو مشران، د اور وژنې کارکوونکي او پولیس، د لوبغالی امنیتي کارکوونکي او خبریالان به هم لوبغالی کې موجود وي.

له دې سربېره د ټولنیزې فاصلې ساتلو لپاره لوبډلې به له لوبې وړاندې په ګډه د تصویرونو وېستلو اجازه هم ونه لري.

احتیاطي لوبغاړي به ماسک اغوندي او د ګول وهلو پر مهال به لوبغاړي خپل احساسات کنترولوي. روزونکي خپلو لوبغاړو ته لارښوونې ورکولو لپاره خپل ماسک لرې کولی شي، خو باید له لوبغاړو څخه لږ تر لږه ۱٫۵ متر فاصله وساتي.

خو د دغو ټولو احتیاطي تدابیرو سربېره، د «اې ار ډي» او «زي ډي اېف» سروې ښيي چې د جرمني اکثره خلک د کورونا وایرس پر مهال د فوټبال لیګ پیلیدو سره مخالف دي.

د دغه لیګ تر پیلېدو وړاندې به ټولې لوبډلې یوې اوونۍ لپاره قرنطین کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون