لوبې

فاف ډوپلېسس د شل اوریز نړیوال جام لپاره د دوه ګونې کرنتین وړاندیز کوي

د سویلي افریقا پخوانی لوبډلمشر، فاف ډوپلېسس، وايي چې استرالیا کې ترسره کېدونکی راتلونکی شل اوریز نړیوال جام ممکن کولو لپاره ټول لوبغاړي باید له نړیوال جام څخه وړاندې او وروسته دوو اوونیو لپاره کرنتین شي.

نوموړی وايي چې یوازې دغه کار کولو سره به د راتلونکی نړیوال شل اوریز جام ترسره کول ممکن وي.

ټاکل شوې چې راتلونکی نړیوال شل اوریز جام د همدې زېږېدیز کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې استرالیا کې ترسره شي، خو د کورونا وایرس له امله د لوبو فسخه کېدل او نړیوالو الوتنو ځنډېدلو له امله د دغه نړیوال جام د فسخه کېدو امکانات ډېر شوي.

د بنګله‌دېش پیاوړی لوبغاړی، تمیم اقبال سره د فېسبوک له لارې خبرې کولو پر مهال ډوپلېسس وویل: «زه پوهېږم چې اکثره هېوادونه به سفري ستونزې ولري.»

نوموړی زیاته کړه: «دا یو حقیقت دی چې استرالیا د نورو هېوادونو په پرتله دغه وایرس څخه لږ اغېزمن شوی، خو استرالیا ته له بنګله‌دېش، سویلي افریقا یا هندوستان څخه د خلکو تګ د دغه هېواد د خلکو روغتیا ته خطرناک ثابتېدلی شي.»

د سویلي افریقا پخوانی لوبډلمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «خو که چېرې لوبغاړي استرالیا ته رسېدو سره ځان دوو اوونیو لپاره تجرید یا کرنتین کړي، له هغې وروسته نړیوالې لوبې وکړي او خپل هېواد ته ستنېدو څخه وړاندې بیا ځان دوو اوونیو لپاره کرنتین کړي نو نړیوال جام ترسره کول به د کورونا وایرس په شتون کې هم ممکن وي.»

له دې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا څرګنده کړې وه چې شل اوریز نړیوال جام لپاره چمتووالی ادامه لري او پر ټاکلې نېټه به ترسره شي.

د شل اوریزو نړیوال جام به د اکتوبر په ۱۸مه پیل او د نومبر ۱۵مې پورې ادامه ولري. دغې مودې کې به ۱۶ لوبډلې د یو بل په وړاندې ۴۵ لوبې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون