افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د تورخم او چمن لارې به په اوونۍ کې شپږ ورځې پرانستې پرانستې وې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له کوچني اختر وروسته به له پاکستان سره د تورخم او چمن لارې په اوونۍ کې شپږ ورځې د سوداګریو توکو د بار وړونکو موټر پر مخ پرانیستې وي.

د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي په خپل یو تازه ټویټ کې ویلي، دا لارې به د اوونۍ شپږ ورځې به په ۲۴ساعته ډول د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

نوموړي په داسې حال کې دا خبرې کولې، چې له اوږدې مودې وروسته د شنبې په ورځ دا دواړې لارې د افغانانو پر مخ خلاصې شوې.

ښاغلي احمدي ویلي، پاکستان سره به پر سپین بولدک او تورخم د افغانستان د صادراتو لړۍ هم له کوچني اختر وروسته پیل شي: « موږ به هڅه وکړو چې د صادراتو او وارداتو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړو.»

د تورخم او سپین بولدک لارې له کابو دوو میاشتو راهیسې د کرونا له کبله تړلې وې چې په وقفه يي ډول د زرګونو مسافرو د ستنېدو لپاره خلاصې شوې.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون