افغانستان سلايډ (فيچر)

د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي هوکړه لاسلیک شوه

 

له اوږدو ناندريو وروسته نن په ارګ کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې به عبدالله په راتلونکي حکومت کې د مصالحې عالي شورا مشر وي، جنرال دوستم ته به د مارشالۍ پوځي رتبه ورکول کېږي او د ثبات او همپالنې ټیم به په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه ولري.

هوکړه نن له غرمې وروسته په ارګ کې داسې مهال لاسلیک شوه چې د حامد کرزي او عبد رب الرسول سیاف په ګډون ځینو سیاسي څېرو په کې ګډون کړی و.

د نن مراسمو کې رسنیو حضور نه درلود.

که څه هم د هوکړې له لاسلیک وروسته د ولسمشر غني مرستیال صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لاسلیک تایید کړ او زیاته یې کړه چې جزییات به یې د ملي ټلویزیون له لارې خپاره شي. خو لا هم دغه جزییات ملي ټلویزیون نه دي خپاره کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه د نننو مراسمو انځورونه خپاره کړي او لیکلي يې دي چې دا هوکړه تېرو ټاکنو کې ريښه لري.

ډاکټر عبدالله لیکلي «موږ اړتیا لرو چې لکه یو ملت سره یو ځای شو او د عملي حل لارو لپاره هڅې وکړ». عبدالله زیاته کړې چې له تېر باید درس واخلو.

 

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون