روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۴ تنو ته ورسېد

کورونا وایرس په افغانستان کې بیا هم روغتیايي احتیاطي تدابیرو ته نه پاملرنې له امله په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د دغه وایرس ۲۶۲ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغو نویو پېښو سره په هېواد کې په دغه وایرس د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۴ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې کابل کې ۶۰، هرات کې ۵۷، سمنګان کې ۲۲، لوګر کې ۱۴، بلخ کې ۱۱، خوست کې ۱۱، پکتیا کې ۱۰، وردګ کې ۱۰، تخار کې ۱۰، پروان کې ۱۰، جوزجان کې ۹، بادغیس کې ۸، فاریاب کې ۸، پکتیا کې ۸، کاپیسا کې ۸ او بغلان کې ۶ پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه تنه د کووېډ-۱۹ له امله مړه او ۷ تنه دغې ناروغۍ ته په ماتې ورکولو بریالي شوي دي.

دغو وروستیو شمېرو سره په هېواد کې د کورونا وایرس له امله د مړو شویو شمېر ۱۶۹ او بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۷۸۴ تنو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې دی چې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو او د حکومت له لوري لګول شوی ګرځبندیز ته پاملرنه نه کوي چې له امله يي په هېواد کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون