روغتيا او ژوند

د کورونا وایرس هغه نښه چې ۳ ورځو کې راڅرګندېږي

د نوی کورونا وایرس له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ، کووېډ-۱۹، باندې اخته کسانو کې اکثره په درېیمه ورځ د بویولو حس کمزوری کېږي او د دغې ناروغۍ ځینې نور ناروغان د خوند حس له لاسه ورکوي.

دغه ادعا په امریکا کې یوې نوې څېړنې پایله کې شوې ده.

د امریکا سېنسېناټي کالج اف مېډېسن پوهنتوند  دغې څېړنې پایله د ناروغانو پېژندلو او د وایرس په وړاندې د هغوی درملنې کې مرسته کولی شي.

په اصل کې له مارچ څخه ساینسپوهان د بویولو او خوند حس کمزوري کېدل یا له منځه تلل د کورونا وایرس له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ، کووېډ-۱۹، نښه بللې وه.

اکثره د کورونا وایرس دغه نښې له ټولو نورو نښو څخه وړاندې راڅرګندېږي، په داسې حال کې چې تر دې دمه لوړه تبه د دغه وایرس لومړنیو نښو څخه ګڼل کېده.

د مارچ میاشت کې د انګلیند رایل کالج اف سرجنز څېړونکو هم یوې څېړنې پایله کې وویل چې د بویولو حس له منځه تلل په وایرس د اخته کېدو نښه ده.

دغې څېړنې کې د مختلفو هېوادونو د کووېډ-۱۹ د ناروغانو معلومات څېړل شوي او څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې اکثره ناروغان د دغې ناروغۍ له امله د بویولو حس له لاسه ورکوي.

د کلیفورنیا پوهنتون وروستۍ څېړنې کې هم ادعا شوې چې هغه کسان چې ناڅاپه د بوی یا خوند حس له لاسه ورکوي په هغوی کې د نورو ناروغیو په پرتله د کووېډ-۱۹ خطر ۱۰ چنده ډېره وي.

دغې څېړنې کې ویل شوي چې که چېرې کوم کس کې په ناڅاپه توګه د خوند یا بوی حس کمزوری یا له منځه ولاړ شي، نو دا ښيي چې دا د نوموړي په کووېډ-۱۹ د اخته کېدو لومړۍ اوونۍ دی او کېدای شي راتلونکو ۲ اوونیو کې يي ناروغي سخته او ډېره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون