ټکنالوژي

سامسنګ کمپنۍ د اې لړۍ درې ځیرک موبایلونه معرفي کړل

سامسنګ کمپنۍ له کومې ځانګړې غونډې پرته د اې لړۍ درې نوي ځیرک موبایلونه چې ګلکسي اې۱۱، ګلکسي اې۲۱ او ګلکسي اې۳۱ نومول شوي دي معرفي کړل.

ګلکسي اې۱۱ او ګلکسي اې۳۱ د مارچ میاشت کې معرفي شوي ول، خو اوس تر ټولو وړاندې تایلینډ کې او ګلکسي اې۲۱ بیا انګلستان کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

ګلکسي اې۱۱

دغه ځیرک موبایل عادي ځانګړنې لري چې ۱٫۸ ګېګاهرټز سنپ ډراګن ۶۲۵ یا ۶۲۶ ډوله پروسېسر، ۲ – ۳ ګېګابایټ رم او ۳۲ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لري. کاروونکي د فایل ثبتونې وړتیا میموري کارت کارولو سره نور هم لوړولی شي.

دغه ځیرک موبایل ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې ۱۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي.

شاتنۍ برخې کې ۳ کامرې لري چې ۱۳ مېګاپکسله اصلي کامره، ۵ مېګاپکسله الټراوایډ او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر په کې شامل دي. مخکینۍ برخه کې سېلفي لپاره ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري.

تایلینډ کې د دغه ځیرک موبایل بیه ۵۱۹۹ تایلینډي بات ټاکل شوې ده.

ګلکسي اې۲۱

دغه ځیرک موبایل ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخ پاڼه او اوکټا کور ډوله پروسېسر لري.

ګلکسي اې۲۱ به ۳ – ۶ ګېګابایټ رم او ۳۲ – ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري چې کاروونکي دغه وړتیا د میموري کارت له لارې ۵۱۲ ګېګابایټ ته لوړولی شي.

دغه ځیرک موبایل کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ چې ۱۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي ورکړل شوې او انډاریډ۱۰ عامل سیستم سره به وړاندې شي.

شاتنۍ برخې کې ۴ کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ کامره، ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او ۲ مېګاپکسله مایکرو لنز په کې شامل دي. سېلفي لپاره هم یوه ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامر لري.

د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۷۹ پاونډ ټاکل شوې ده.

ګلکسي اې۳۱

دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۴ انچه فول اېچ ډي ډوله مخ‌پاڼه، ۲ ګېګاهرټز اوکټاکور ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا چې ۵۱۲ ګېګابایټ ته لوړېدلی شي ورکړل شوی دی.

ګلکسي اې۳۱ هم شاتنۍ برخې کې ۴ کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۵ مېګاپکسله ډېپت سېنسر، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ او ۵ مېګاپکسله مایکرو کامره په کې شامل دي. سېلفي لپاره یوه ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره هم لري.

دغه ځیرک موبایل هم ۱۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوونکې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري او بیه يي ۹۰۰۰ تایلینډي بات ټاکل شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون