افغانستان سلايډ (فيچر)

ملي امنیت: سولې ته د طالبانو د لېوالتیا نښه نه ده لیدل شوې

د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمد ضیا سراج چې نن (دوشنبه د غوايي۲۹مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې د طالبانو په مشرتابه هستو کې وروستۍ بدلونونه ښيي چې دغه ډله سولې ته نه، بلکې د جګړې په تړاو فکر کوي.

ښاغلي سراج وویل، افغان حکومت تر اوسه داسې کومه نښه نه ده لیدلې چې وښيي طالبان سولې ته لېوالتیا او ژمنتیا لري.

په دې وروستیو کې ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی و چې د طالبانو مرستیال او د پخواني مشر او بسټګر ملا محمد عمر مجاهد زوی، مولوي محمد یعقوب د مرستیالۍ تر څنګ د طالبانو د ځواکمن نظامي کمېسیون مشر هم ټاکل شوی.

د ملي امنیت مشر وايي، تېره اوونۍ د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د عملیاتو په نتیجه کې د وژل شوو کسانو د ګوتې نښې ښيي چې پخوا یې د طالبانو حقاني ډلې سره کار کاوه.

که څه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي؛ خو نړۍنیوز ته ځینو طالب سرچینو ویلي و چې د دغه بدلون له لارې نظامي کمېسیون دوې څانګې توحید شوې.

د سرچینې په حواله پخوا د طالبانو نظامي کمېسیون په شرقي او شمالي او سوېل او سوېل ختیځ دوو څانګو وېشل شوی و.

پر دې سربېره د ملي امنیت سرپرست وویل چې طالبان دمګړۍ له القاعده شبکې، د ازبکستان اسلامي تریک، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، لشکر طبیه او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

سراج زیاته کړه چې تېره اوونۍ د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د عملیاتو په نتیجه کې د وژل شوو کسانو د ګوتې نښې ښيي چې پخوا یې د طالبانو حقاني ډلې سره کار کاوه. سراج الدین حقاني دمګړۍ د طالبانو مرستیال مشر دی.

ده همداراز وویل: «له نیول شوو کسانو د ترلاسه شوو اسنادو او شواهدو پر بنسټ په کابل کې د ډېری ترهګرو ډلو هستې له داعش او طالبانو سره دوه ګونې اړیکې لري».

د ملي امنیت سرپرست مشر همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د سوق او ادارې مراکز له منځه تللي او مشران یې هم نیول شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون