روغتيا او ژوند نظر

لوږه او سائنس – شمشاد حیدري

د دوېشتمې روژې په شپه مو د خوږ ملګري محترم زاهد جلالي سره په موبایل خبرې کولې. هغه په خپلو خبرو کې یوه سکالو لوږه او مړښت یاده کړه چې کار پرې کوي. ما د لوږې په اړه یو څو سائنسي خبرې وکړې. هغه ویل چې زه به لوږه د تصوف او دین له رویه واضح کړم او ماته يې سپارښتنه وکړه ترڅو يې د سائنس له رویه یو څه ولیکم. همغه وه چې د محترم جلالي صاحب لیکنه بشپړه شوه، په مخکتاب مې ولوستله او ډیر خوند يې راکړ. د لوږې او مړښت په اړه يې په ډیره لنډه او جامع توګه یو څه لیکلي دي چې لوستونکي په یو مفقهانه فکر کې اچوي ترڅو عمل پرې وکړای شي. لوږه د سائنس له رویه بیانولو نه مخکې غواړم د یو انګلیسي مشهور پیر جان پایپر د کتاب A Hunger for God: Desiring God through hunger and prayer کې لیکي چې؛ (الله ته د نږدې کیدلو اشتها شته دې، او پردې کار کیدای شي. زه تاسې د بدپرستې او د لوږې له خطراتو را اړوم او تاسو ته وایم چې لوږي پاتې شئ. زمونږ لوږه او اشتها زمونږ د ژوند لوري ټاکي او دا ټول زمونږ د ملکیتونه او نس له لاسه دي. کوم څیز چې مونږ له الله لرې ساتي نس دې او دا زمونږ اصلي دښمن دې. لوږه مونږ نه روغ انسان جوړوي). د پایپر په اند لوږه روغتیا ده او هم انسان الله ته هم نږدې کوي. یونانیانو له میلاد څخه دمخه د لوږې پر صحي ګټو غږیدلي او عمل يې هم پرې کړیدې، په یونان کې لوږه د ژوند د معنوي موخو د ترسره کولو او صحت مند پاتې کیدو لپاره یوه صحیح کار بلل کیده. دا چې لوږه د انسان په صحت باندې څه اغیز کوي؟

د جنوبي کالیفورنیا په پوهنتون کې په ۲۰۱۲ کې کال یوه مطالعه چې د زوړ پیژندنې او بیولوژیکي سائنسونو پروفیسور والټر لونګو ترسره کړې ده. په دې مطالعه کې ښودل شوې چې ۷۲ ساعته لوږې د کینسر په مریضانو کې روغې حجرې پیاوړي کړي. برسیره پردې، ډاکټر لونګو وايې چې لوږي پاتې کیدل په وینا کې سره کرویات تولید زیاتوي او په دې سره Glycoprotein پیاوړې کیږي چې دا پروټینونه د Immunoglobulin په جوړولو کې مرسته کوي. Immunoglobulin بهرنې Antigens سره مقابله کوي او شته Pathogens له منځه وړي؛ په دې ترتیب سره د ساري ناروغیو چې د ویروسونه له کبله خپریږي مخه نیول کیږي. بل ډاکټر بنجامین هورنی وايې چې لوږي پاتې کیدل د شکر او زړه ناروغۍ مریضانو لپاره د شکر او د وینې د غوړ د کنټرول ښه لاره ده.

په عصبي سائنس کې د لوږې ارزښت ډیر زیات په ډاګه شوې او لوږه په انساني دماغ ډیر ښه اثرات لري. په ۲۰ د اپریل، ۲۰۲۰ کال کې د الجزیزې تلویژون سره په مرکه کې یو روغتیاپال ډاکټر موزلي وايې چې لوږه د BDNF (Brain-derived Neurotrophic Factor) افراز یاتوي. BDNF په زده کړه، حافظې او په ځانګړې ډول په لوړ فکرۍ، تفقیق او توپیر ژور تاثیر ښندي او د ستړیا، سستۍ او الزایمر (د حافظې ورانیدل) مخه نیسي. موزلي زیاتوي چې لوږه د انسان عصبي حجرې ساتي او د تشویش، ژور خفګان او لیونتوب مخه په آسانۍ سره نیسي. عصبي سائنسپوهان وايي چې زیاتره خلکو ته عصبي مشکلات له ۶۵ کلنۍ وروسته پېښیږي خو لدې نه په کښتنه عمر کې هم لیدل کیږي. په نړۍ کې کابو ۷ ملیونه کسان د حافظې په مشکل اخته دي، او د دې تر ټولو عمده عامل يې ډیر خواړ خوړل دي.

لوږه په انسانۍ دماغ کې د نیورونونو تکثیر Neurogenesis ګړندې کوي. د انسانۍ دماغ کومه برخه چې د حافطې پورې اړه لري ورته Hippocampus ویل کیږي او د نیورونونو تکثیر په Hippocampus کې صورت نیسي. د نیورونونو زیاتوالي سره حافظه ډیر قوي کیږي او انسان د آرام احساس هم کوي. ډیر خواړه خوړل د نیورونونو تکثیر ډیر کمزورې کوي. په انسانۍ جسم کې د وینې ښه جریان د نیورونونو تکثیر کې خورا مهم نقش لوبوي او ډیر خواړه خوړل بیا د وینې جریان کمزورې کوي او په دې سره د نیورونونو د تکثیر مخه نیول کیږي. په غرب کې روغتیاپالانو دا موندلي چې ډیر زیات خواړه خوړل Hippocampus د سکوت سره مخ کوي.

لوږه د بریالیتوب راز دی. د انسان بریالیتوب د انساني دماغ سره سیخه اړیکه لري ځکه د نیورونونو تکثر چې Hippocampus ډیر فعال ساتي او دا د اعصابو ارتجاعیت وړتیا (Neuroplasticity) لپاره زمینه برابروي. دا ټوله دنده د نیورونو د ډیر تکثیر له کبله وي. د اعصابو ارتجاعیت وړتیا د انسان د بریالیتوب عمده عامل دې. دا کله چې یو شخص په یو شیداتوب (یعني یواځې په یو وخت کې په یو کار تمرکز) سره په یو کار، مسلک، مطالعې، هنر یا پروژې تمرکز کوي، په ذهن کې د نوموړي کار، مسلک، هنر یا پروژې شاوخوا یوه عصبي لار (Neuropathway) جوړیږي. ژور کار او مشق کول، په پرله پسې ډول عمل کول دا عصبي لار جلا کوي. هر وخت چې یو شخص د یو څیز په اړه زده کړه یا عمل ترسره کوي که هغه رهبري وي، سیاست وي، لوبه وي، پروژه وي، نوښت یا بدلون راوستل وي او که کوم بل مسلک یا کار وي، که د شخص تمرکز او توجه کې مداخله(Distraction) ونشي نو په هغه کار کې برلاسي ترلاسه کوي او بې سارې لاسته راوړنې به پکې ولري ځکه چې د قوي او ذهین دماغ څښتنان او تکړه کارکوونکي ټول یو کډ او عام څیز لري چې هغه تر اوږد وخت پورې له مداخلې ځان ساتل دي او تل به وږي پاتې کیدل. کله چې یو شخص له مداخلې لرې پاتې شي او په هغه یو کار، مطالعې، مسلک، هنر یا پروژې تمرکز وکړي دا عصبي لار لاهم پیاوړې شي او څومره چې په هغه کار، مسلک، مطالعې، هنر یا پروژه کې مشق او پرله پسې عمل ترسره کوي په همغومره کچه عصبي لار له نورو عصبي لارو جلا کیږي.

کله چې عصبي لاره هره ورځ د یو شخص د پرله پسې نظري علم او عمل په مقابل کې په یو داسې چاپیریال کې چې مداخله ونه لري جلا کیږي نو Oligodendrocyte چې یوه کوچنۍ ګیلي حجره ټکان خوري او یو ډول وازګین نسج Myelin خوشې کوي. مائلین له ۸۰٪ وازګې او ۲۰٪ پروټین څخه جوړ دې. د عصبي سائنس او لوړ اجرات او لارسته راوړنې څانګپوهان او څیړونکي په ثبوت سره وايې چې: مایلین د قوي او ذهین ذهن څښتنانو او تکړه کارکوونکو د بریالیتوب راز دې. بریالي خلکو ځانونه له مداخلې ساتلي ول او برلاسۍ ته يې د یوشیداتوب له لارې په ځان کې وده ورکړې وه. دا د تمرکز او پرله پسې مشق په وسیله ترسره کیدای شي چې دیته په عصبي سائنس کې د اعصابو ارتجاعیت وړتیا (Neuroplasticity) ویل کیږي او له ښه مرغه دا وړتیا په هر انسان کې شته دې چې خپل فکر له مداخلې وساتي خو ډیر خواړه خوړل د اعصابو ارتجاعیت وړتیا بې انډوله کوي.

د جنوبي کالیفورنیا په پوهنتون کې د عصبي سائنس د څیړونکې یوې ډلې د (لوږې هرمون) چې Ghrelin ورته وايي حیرانوونکې نقش په ډاکه کړې دې. دوي وايې چې Ghrelin له معدې نه دماغ ته د لوږې په اړه پیغام استوي. Ghrelin په معده کې تولیدیږي او په اشتها او لوږه زیاتولو کې خورا مهم نقش لري. کله چې یو څوک په کور یا میلمستون کې ډوډۍ ته په تمه وي نو په دې وخت کې د Ghrelin افراز زیاتیږي. ډاکټر سکاټ کانوسکي وايې چې اوسنې وختونو کې مو موندلي چې Ghrelin پر حافظې ډیر اثرات لري او دا هرمون د لوږې پر وخت Vagus Nerve اغیز اچوي چې دا عصب حافظه ډیره پیاوړې کوي. دوي وايې چې څوک ډیر وږي پاتې کيږي د هغوي صحت او په ځانګړې ډول دماغ به تر نورو انسانانو ښه کار کوي.

په همداسې توګه په حجت الله البالغه کې محدث شاه ولي الله دهلوي (رح) د خیالاتو پیدا کیدو سبب بیانوي چې یو سړې چې څه داسې خواړه خوري چې محرک باه وي نو طبعاً به يې په زړه کې داسې خیالات راضي چې د هغې تعلق د شهوانیت سره وي او بعضې خواړه د انسان نه سنګدل جوړوي او بیا ورته د قتل ارتکاب یوه معمولي واقعه ښکاري.

د عصبي سائنس له نظره د محدث خبره ډیره پرځای ده ځکه چې ډیر قوي او زیات خواړه کارول چې لومړۍ څیز له کنټرول اوباسي هغه د انسان دماغ دې، او کله چې دماغ بې کنټروله شي نو انسان پر هر هغه څه لاس پورې کوي چې تمه يې نه کیږي.

مولانا رومي (رح) فرمایلي دي چې دومره خواړه مه خورئ چې د جوع البقر (د غوا اشتها) د اندازې سره برابره وي او له هر کاره مو وغورځوي. په رښتیا هم ډیره خواړه په اوسنۍ وخت کې د ډیرو مرضونه او مشکلاتو عامل دی، او نس ته د مرضونه مور ویلې شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون