لوبې

هندوستان له نندارچیانو پرته د لوبو اجازه ورکړه

هندوستان تېره ورځ لوبو لپاره د کورونا وایرس له امله لګول شوي بندیزونه لږ کړل، او له نندارچیانو پرته يي د لوبو ترسره کولو اجازه ورکړه. دا په دې معنی دی چې د ۲۰۲۰ د انډین پرېمیر لیګ هم ترسره کېدو امکان هم شته.

د هندوستان کرېکټ بورډ د حکومت د دغې پرېکړې هرکلی وکړ، خو وايي چې اوسمهال د انډین پرېمیر لیګ ترسره کېدو په اړه څه ویل به له وخت وړاندې وي.

د یادونې ده چې اپرېل میاشت کې د هندوستان کرېکټ بورډ د کورونا وایرس نړیوالې وبا له امله دغه سیالۍ ناڅرګندې مودې لپاره وځنډوله، خو اوس د سفري بندیزونو او هندوستان کې ګرځبندیز اسانه کېدو څخه وروسته کېدای شي د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیګ ترسره شي.

د هندوستان حکومت تېره ورځ دغه هېواد کې ګرځبندیز د مې میاشتې یو دېرشمې پورې وغځوله خو ځینو فعالیتونو ته يي اجازه ورکړه. د هندوستان حکومت لوبغالي او ورزشي کمپلیکسونو کې د نندارچیانو له حضور پرته د لوبو او سیالیو اجازه هم ورکړه.

له دې وړاندې اټکل کېده چې سږکال به انډین پرېمیر لیګ چې بې شمېره هندي او نړیوال مینه‌وال لري د کورونا وایرس او کووېډ-۱۹ له امله ترسره نشي، خو د هند حکومت د غه وروستۍ پرېکړې یو ځل بیا مینه‌وال هیله‌مند کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون