افغانستان روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

هېواد کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر له ۷۰۰۰ څخه واوښت

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۴۰۸ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغو پېښو سره په هېواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره ورځ کابل کې ۱۶۲، هرات کې ۹۵، بلخ کې ۳۱، تخار کې ۲۰، خوست کې ۱۹، پروان کې ۱۸، پکتیا کې ۱۵، وردګ کې ۸، لوګر کې ۷، بغلان کې ۶، غور کې ۵، ډایکنډي کې ۵، پکتیا کې ۴، کنړ کې ۴، کندز کې ۳، پنجشېر کې ۳، کاپیسا کې ۲ او لغمان کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دې سربېره، د یاد وزارت شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې تنه د کووېډ-۱۹ له امله مړه او ۲۳ تنه دغې ناروغۍ ته په ماتې ورکولو بریالي شوي دي.

له دې سره په هېواد کې د کووېډ-۱۹ له امله د مړو شویو شمېر ۱۷۳ او بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۸۰۱ تنو ته ورسېد.

تر دې دمه ټول هېواد کې د کورونا وایرس ۲۳۴۹۷ شکمنې پېښې معاینه شوي چې له هغې ډلې ۷۰۷۲ يي مثبت او د پاتې نورو پایله منفي وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون