سلايډ (فيچر)

جمعیت ګوند د غني-عبدالله له هوکړې سره مخالفت وښود

 

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د صلاح الدین رباني په مشرۍ د یوې اعلامې له لارې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ د نوي سیاسي جوړ جاړي مخالفت کړی.

په اعلاميه کې راغلي :« د ۱۳۹۸ کال ټاکنې چې په پوره شفافیت تر سره شوې او جمعیت اسلامي په ټاکنو کې ګټونکی ټیم وو او دی، په  ټاکنو کې د معلوم انتخاباتي ټيم لخوا پراخه درغلي شوې وه».

په اعلامیه کې ویلي شوي چې جمعیت اسلامي د افغانستان د خلکو له رایو ملاتړ کوي او د هغه سیاسي جوړ جاړي مخالفت کوي چې تقلبي انتخابات مشروع ګڼي  او ددغو دوو ټاکنیزو ډلو سیاسي جوړ جاړې به هیواد سیاسي بحران ته یوسي.

جمعیت اسلامي په اعلامیه کې ویلي چې « په تقلبي انتخاباتو سیاسي جوړ جاړې د جمعیت اسلامي سره کرښه ده او هیڅ کله به د خلکو پر رایو معامله ونه کړي.»

جمعیت زیاته کړې ده « عبدالله عبدالله هیڅ کله هم د جمعیت استازيتوب نه شي کولی او دغه سیاسي جوړ جاړې د عبدالله عبدالله خپل شخصي معامله ده.»

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون