روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

د کورونا وایرس د لومړنی واکسین لومړنۍ پایلې مثبتې دي

نوی کورونا وایرس خپرېدو او پرې اخته کسانو درملنې لپاره په یو شمېر انسانان ازمویل شوی لومړنی واکسین لومړنۍ پایلې مثبتې دي.

موډرینا نومې امریکایۍ کمپنۍ په مارچ کې تر ټولو وړاندې ازمایښتي واکسین، اېم ار اېن اې۱۲۷۳، ازموینه په محدود شمېر انسانانو پیل کړه او اوس تقریباً دوه میاشتې وروسته د دغې ازموینې لومړنۍ پایلې څرګندې شوي دي.

لومړۍ مرحلې کې یوازې څو کسانو ته دغه واکسین وشو او اوس دغه کمپنۍ وايي چې دغه واکسین په دغو کسانو کې د کورونا وایرس په وړاندې هغه غبرګون چې دغه وایرس ته ماتې ورکوونکو کې لیدل شوی و پیدا کړی.

د دغې کمپنۍ یو لوړپوړی چارواکی، ټای زېکس، وویل: «د دغې لنډمهاله لومړۍ مرحلې پایله لومړنۍ ده خو څرګندوي چې د هغو کسانو د بدن دفاعي سیستم چې دغه واکسین ورته شوی د کورونا وایرس په وړاندې پیاوړی شوی.»

نوموړی زیاته کړه: «له پایلو ترلاسه شوي دغه معلومات موږ ته ډاډ راکوي چې اېم ار اېن اې۱۲۷۳ نومې واکسین د کووېډ-۱۹ د مخنیوی وړتیا لري او دغه وړتیا یو شمېر نورو ازموینو ترسره کولو سره نور هم غوره کېدلی شي.»

د دغې کمپنۍ اجرایوي مشر، اسټېفن بیناکل، یوې غونډې پر مهال وویل چې ابتدايي پایلې ښيي چې دغه واکسین انسانان له کورونا وایرس څخه خوندي ساتلی شي. نوموړی همداراز وویل چې په موږکانو د دغه واکسین ازموینه ثابته کړې وه چې دغه واکسین کورونا وایرس ته په سږو کې د خپل کاپي تولیدولو اجازه نه ورکوي.

د امریکا د خوړو او درمل ادارې همدې میاشت کې د دغه واکسین د دوهمې مرحلې ازموینې اجازه ورکړې وه، او دوهمه مرحله به راتلونکو څو اوونیو کې پیل شي.

دوهمې مرحلې کې به دغه واکسین ۶۰۰ کسانو ته تطبیق او پایلې به يي څېړل شي. درېیمه مرحله به تر ټولو ستره او مهمه وي او د دغه واکسین اغېزمنتیا به ثابت کړي. دغه مرحله به د جولايي په میاشت کې پیل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون