لوبې

ای سي سي: توپ ځلولو لپاره د لاړو پر ځای خوله وکاروئ

د کورونا وایرس له پیل څخه د کرېکټ ټولې لوبې او سیالۍ وځنډول شوې، خو اوس د کرېکټ نړیواله شورا غواړي د کرېکټ لوبې د کووېډ-۱۹ نړیوالې وبا له امله نوي قوانین سره پیل کړي.

تېره ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ کمېټې سپارښتنه کړې چې لوبغاړي د توپ ځلولو لپاره د لاړو پر ځای باید خوله وکاروي. د کورنۍ لوبڅارانو پر ځای به لوبو کې بې پرې لوبڅاران لوبڅاري وکړي. هره لوبډله به لوبو – ټېسټ، یوې ورځنۍ، شل اوریزې – کې یوه اضافي ریوو ولري. او له دې سربېره، د کووېډ-۱۹ له امله فسخه شوي لوبې به نه ترسره کېږي.

د کرېکټ کمېټې مشر، انیل کمبلې، وویل چې پورته قوانین د کرېکټ لوبو خوندي بېرته پیلولو په موخه لنډې مودې لپاره د تطبیق وړ دي. نوموړی وویل: «موږ غیر عادي حالت کې ژوند کوو او هغه سپارښتنې چې د کرېکټ کمېټې له لوري شوي د کرېکټ لوبې خوندي بیا پیلولو لپاره لنډمهاله سپارښتنې دي او د لوبې پر مهال لوبغاړي خوندي ساتلی شي.»

دغه وړاندیزونه به اوس د کرېکټ نړیوالې شورا بورډ ته چې ټاکل شوې مې په ۲۸مه په پرلیکه توګه ترسره شي واستول شي او ډېر امکان لري چې تصویب شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ کمېټې دغه غونډه هم وېډیو کانفرانس له لارې په پرلیکه توګه ترسره شوه چې راهول ډراوېډ، مهېلا جېوردنه، انډرو سټراس، بېلېنډا کلارک، د سریلانکا مشر روزونکی میکي ارتر او اوسنی لوبڅار رېچرډ اېلېنګورت په کې ګډون درلود.

دغې کمېټې له دې امله چې د روغتیايي کارپوهانو په باور کورونا وایرس په چټکۍ او اسانۍ سره د لاړو له لارې نورو ته لېږدول کېږي پرېکړه وکړه چې لوبغاړي باید د توپ ځلولو او پاکولو لپاره د لاړو پر ځای خوله وکاوري. د یادونې ده چې نورو ورزشونو کې هم د لاړې کارولو یا تو کولو باندې بندیز لګول شوی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون