افغانستان روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې

نن د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۵۸۱ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دا تر دې دمه ورته موده کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

دغو تازه پېښو سره په هېواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې کابل کې ۱۶۵، ننګرهار کې ۱۳۴، بلخ کې ۵۵، هرات کې ۳۸، لغمان کې ۳۰، پکتیا کې ۲۹، سمنګان کې ۲۳، غزني کې ۲۱، کنړ کې ۱۶، سرپل کې ۱۵، بادغیس کې ۱۳، تخار کې ۱۲، پنجشېر کې ۹، بغلان کې ۵، کندز کې ۴، پروان کې ۴، پکتیکا کې ۳، خوست کې ۲ او بدخشان او ډایکنډي کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې تېر ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه د کووېډ-۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ تنه بیا دغې ناروغۍ ته په ماتې ورکولو بریالي شوي دي.

له دې سره په هېواد کې د کووېډ-۱۹ له امله د مړو شویو شمېر ۱۷۸ او بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۸۵۰ ته ورسېد.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون