ټکنالوژي

ګلکسي نوټ۲۰ به ۱۶ ګېګابایټ رم ولري

د راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ له وړاندې څخه په ګلکسي نوټ۲۰ کار پیل کړی او افشا شوي معلومات ښيي چې دغه ځیرک موبایل به ۱۶ ګېګابایټ رم سره وړاندې شي.

سام موبایل وېب پاڼې یو راپور خپرولو سره ادعا کړې چې دواړه ګلکسي نوټ۲۰ او ګلکسي نوټ۲۰ پلس به ۱۶ ګېګابایټ رم لرونکې بڼه ولري او سامسنګ کمپنۍ هم په لوړه کچه د ۱۶ ګېګابایټ رم تولید پیل کړی دی.

د یادونې ده چې اوسمهال د سامسنګ کمپنۍ تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل، ګلکسي اېس۲۰ الټرا، هم یوه ۱۶ ګېګابایټ رم لرونکې بڼه لري.

ګلکسي نوټ۲۰ د لړۍ ځیرک موبایلونه به کواډ اېچ ډي ډوله مخ‌پاڼه ولري چې ۱۲۰ هرټز ریفرش رېټ څخه به ملاتړ کوي. دغو ځیرکو موبایلونو کې به د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۶۵ ډوله پروسېسر کارول شوې وي.

یو شمېر راپورونو کې همداراز ادعا شوې ده چې د ګلکسي نوټ۲۰ مخ‌پاڼه به دوه پنچ هول ولري. دا په دې معنی دی چې کېدای شي دغه ځیرک موبایلونه د سېلفي لپاره دوه کامرې ولري.

ډېر امکان لري چې دغو ځیرکو موبایلونو څخه د اګست په میاشت کې پرده پورته شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون