افغانستان سلايډ (فيچر)

د طالبانو مشر: امریکا باید چاته د دوحې د هوکړې ماتولو اجازه ورنه کړي

طالب مشر مولوي هبةالله اخندزاده پر امریکا غږ کړی چې د دوحې هوکړې پر ژمنو ودرېږي. طالب مشر په خپل اختریز پیغام کې لیکي: «که [د دوحې هوکړه] په صادقانه ډول عملي شي د ټولو جهتونو په ګټه ده».

مولوي هبةالله اخندزاده ډاډ ورکوي چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن دی؛ خو له مقابل لوري هم غواړي چې «په خپلو ژمنو کلک ودرېږي او پرېنږدي چې دا حیاتي فرصت ضایع شي».

د تېر کال د کب په لسمه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته هوکړه لاسلیک شي.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې د دوحې هوکړه کولای شي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي او افغانستان ته سوله راولي.

طالب مشر بې له دې چې کوم ځانګړي لوري ته اشاره وشي امریکایانو ته وايي «چاته اجازه ورنکړئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي».

مولوي هبةالله زیاتوي «دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د واړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي».

په دې پيغام کې له امریکایانو غوښتل شوي چې «راځئ چې د همدې توافقنامې په تعمیل کې مخ ته لاړ شو تر څو ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته لاره هواره شي».

طالب مشر د اختر په دغه پیغام کې پر ډېرو نورو مسئلو سربېره وايي چې د طالبانو او د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې د پخوا په پرتله پراخې شوې دي.

په دې پيغام کې طالب مشر د پخوا په څېر په ټولو افغان لوریو غږ کړی چې طالبان «انحصار طلبه پالیسي نه لري».

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون