افغانستان سلايډ (فيچر)

خلیلزاد ارګ کې له ډاکتر غني او عبدالله سره د سولې په اړه مهمې خبرې کړې

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې په خپره شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په ارګ کې د ولسمشر غني او د مصالحې د عالي شورا له مشر سره د بین الافغاني سولې د خبرو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه غږېدلي.

د ارګ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  دا لیدنه کتنه چې نن چارشنبه/غويي۳۱مه په ارګ کې ترسره شوه پکې د ولسمشر غني ترڅنګ د ملي امنیت شورا مشر، د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر او د سولې په چارو کې دو دولت وزیر هم برخه لرله.

خبرپاڼه وايي، دا امریکا ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد د ولسمشر غني او د مصالحې د عالي شورا د مشر ترمنځ هوکړه وستایله او هغه ته یې د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ د ګډو ګامونو او همکارۍ ژمنه ورکړه.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونکو اقداماتو او تر مذاکراتو وړاندې اوربند او او تاوتریخوالي کمولو ټینګار وشو .

دا د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د نوې ګډ حکومت د هوکړې له رامنځته کېدو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي او امریکايي سفیر لومړنۍ مهمه رسمي کتنه وه.

ښاغلی خلیلزاد تېره ورځ د قطر پلازمينې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مسؤلینو سره د بندیانو د خلاصون د پروسې د چټکوالي، د سولې د هوکړې په تطبیق او د بین الافغاني خبرو د پيل او راتلونکو ګامونو په اړه له لیدنې کتنې وروسته نن کابل ته ستون شو او هلته یې له افغان چارواکو سره د بین الافغاني خبرو د پيل په اړه بحثونه کړي.

سرچینې وايي، د ښاغلي خلیلزاد د دغه وروستي سفر موخه تر ډېره حده د بین الافغاني د پيل د نيټې ټاکلو او دغه بهیر میکانیزم، بندیانو د خلاصون پروسې پر چټکتیا او د امریکا-طالبانو د هوکړې د تطبیق په اړه پر خبرو اترو را څرخي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون