افغانستان سلايډ (فيچر)

خلیلزاد: ټول لوري باید تاوتریخوالی کم کړي؛ ملا برادر: د مسئلې حل د هوکړې پلې کېدا کې دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحه او کابل کې له کتنو وروسته په څو ټویټونو کې ویلي چې «د تاوتریخوالي په اړه، ما طالبانو ته وویل چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواو لخوا لږ شي».

خلیلزاد لیکلي: «له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمیسیون له غړو سره مې درې رغنده غونډې درلودې. ټينګار مې وکړ چې د متحده ايالتونو- طالبانو توافقلیک کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل، او تدریجي اورکم چې تلپاتې اوربند ته وغځیږي، سره تړلي‌ دي».

خلیلزاد لیکلي چې طالبانو هوکړه‌لیک ته خپله ژمنتیا څرګنده کړې ده. خلیلزاد لیکلي چې طالبان به د راتلونکي اقدام په اړه له خپل مشرتابه سره مشوره وکړي.

په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشرتابه سره له لیدو وروسته خلیلزاد لیکلي «کابل ته روان یم».

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته د زلمي خلیلزاد هڅې یو ځل بیا ګړندۍ شوې دي. په روانه اوونۍ کې خلیلزاد د افغان حکومت مشرانو او طالب مشرانو سره کتنې درلودې.

په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د زلمي خلیلزاد او ملا برادر ترمنځ کتنې تایید کړي دي او زیاته کړې يې ده چې ملا برادر «د افغانستان د مسئلې حل د توافقنامې په بشپړ تطبیق کې» بولي.

شاهین د ملا برادر له خولې لیکلي چې د بندیانو خلاصون به «د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي». دغه طالب ویاند زیاته کړې «له توافقنامې پرته نور میکانیزمونه «د سولې په پروسه کې د خنډ جوړولو معنا ورکوي».

د دواړو غاړو له ټویټونو ښکاري چې د افغان سولې په تړاو لا هم ناڅرګندتیاوې شته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون