افغانستان سلايډ (فيچر)

د تاوتریخوالي او په عملیاتو کې د کمښت راوستلو پریکړه شوې

سرچینې وايي، ولسمشر اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د طالبانو پر ضد د عملیاتو له اعلان څخه په شا شوي او د تاتریخوالي په کمولو یې پریکړه کړې.

دا پریکړه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې پر امریکا غږ وکړ، چې د دوی سره د لاسلیک کړې هوکړې عملي کېدو ته دې ژمن پاته شي.

طالب مشر په خپل پیغام کې له امریکا څخه غوښتي وو، چې باید د هوکړې د ناکاموونکو هڅو او خنډونو مخه ډب کړي او یو شمېر هغه کړۍ چې د دې هوکړې خلاف کړنې ترسره کوي، کنټرول کړي.

تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې د دولت د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله او ولسمشر غني سره یې په ګډو او جلا جلا ناستو کې د سولې د خبرو د پیلولو، بندیانو د ژر تر ژره خلاصون او په بېړني ډول د تاوتریخوالي د کمولو پریکړه کړې.

ښاغلي خلیلزاد وايي، ډاکتر عبدالله ورسره منلې، چې د بین الافغاني خبرو د پیل مخکې او د امریکا-طالبانو د هوکړې پر وړاندې د را پورته شویو خنډونو د لیرې کولو لپاره به ژره تر ژره لاس په کار کېږي.

نوموړی همداراز زیاتوي، چې د دواړو غاړو «طالبانو-افغان حکومت» له لورې په جګړو او عملیاتو کې د شدت په کمښت هم پریکړه شوې. «موږ په دې هم بحث وکړ، چې د تشدد کچه خورا لوړه شوې ده، اړتیا ده،چې دواړه ښکېل لوري ژر تر ژره د تشدد د کچې د را ټيټولو لپار ګام واخلي.»

که څه هم تر اوسه د ښاغلي خلیلزاد او افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د ناستې زیات جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي، خو داسې بریښي چې د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد د دوحې او کابل د منډو را منډو پایله کې به ځينې پریکړې هم اعلان شي.

طالبانو هم یو ځل بیا ټينګار کړی، چې د نورو میکانیزمونو پر ځای یوازې او یوازې د دوحې تړون عملي کول کولی شي دایمي اوربند، سولې او ټیکاو رامنځته کړي.

شنونکي په دې باور دي، چې په جګړو کې د شدت ستر لامل د بندیانو د خوشي کولو د بهیر درول او د طالبانو خلاف د ولسمشر له لورې د تهاجمي عملیاتو اعلانول دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون