افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا افغان حکومت سره یو میلیارد ډالر مرسته نه ده کمه کړې

مایک پومپیو مارچ کې ویلي و چې افغان حکومت سره یې یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړې او ښايي راتلونکی کال هم یو میلیارد نوره مرسته کمه شي

داسې ګنګوسې دي چې ګواګې پنټاګون افغان حکومت سره د یو میلیارد ډالر مرستو د کمېدو مخالف دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال هڅه وکړه چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي جوړجاړی رامنځ ته کړي.

کله چې په دې اړه پرمختګ ونه شو، پامپیو په یوې ویناپاڼې کې د غني او عبدالله ترمنځ ناندرۍ د امریکا له «ملي ګټو سره په ټکر کې» وبللې. پر دې سربېره یې له افغان حکومت سره د یو میلیارد ډالرو مرستې د کمېدو خبره هم کړې وه. د جوړجاړي د نه کېدو په صورت کې يې راتلونکی کال د یو میلیارد نورو مرستو د کمېدو ګواښ هم کړی و.

واشنګټن د کال څلور میلیارده ډالر له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي. په دغه کچه د مرستو کمېدا د افغانستان د امنیتي سکتور په تړاو اندېښنې راپارولې وې.

تازه رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د پومپیو پر اعلامیې سربېره متحده ایالاتو له افغان امنیتي ځواکونو سره یو میلیارد ډالر مرسته نه ده کمه کړې.

رویټرز د پنځو سرچینو په حواله لیکلي چې دغه یو میلیارد ډالر مرسته نه ده کمه شوې.

د رویټرز د خبر په حواله، پنټاګون د مرستو له کمولو سره لېوالتیا نه لري. که څه هم د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې یو میلیارد ډالر مرسته واردمخه کمه شوې او که پرمختګ ونه شي راتلونکی کال به نور یو میلیارد ډالر مرستې کمې شي.

خو د سرچینو په حواله د دفاع وزیر لا هم اړوند ادارو ته لارښوونې نه دي کړي چې په څه ډول د مرستې کمول عملي کړي.

د مرستې نه کمېدا ځینې احتمالونه راټوکولي. دا چې د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې مرسته به نه کموي او که د افغان جګړې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل شوی چې دا مرسته کمه نه شي.

له پخوا یو باور دا دی چې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي افغان ربړه د خبرو او مذاکراتو له لارې اواره کړي او د امریکايي ځواکونو وېستلو ته زمینه برابره کړي.

خو په دې اړه ویل کېږي چې پنټاګون او سي ای اې د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشر ټرمپ سره یوه خوله نه دي.

کله چې د مرستو د نه کمېدا په اړه له سپينې ماڼۍ پوښتنې وشوې، دغه پوښتنې يې دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته حواله کړې.

د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو له څرګندونو ډډه کوي.

د دفاع وزارت یوه چارواکي هم په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې خو زیاته کړې يې ده چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه په دې اړه په ګډه کار کوي.

د یادولو ده چې مایک پومپیو د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رييس عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک هرکلی وکړ او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد کابل ته راغی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون