افغانستان روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

هېواد کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۸۶۷۶ تنو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۵۳۱ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت له لوري وړاندې شویو شمېرو له مخې یو ځل بیا پلازمینه کابل کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه نوي پېښې کابل (۲۷۴)، هرات (۶۹)، بلخ (۵۵)، ننګرهار (۳۵)، وردګ (۲۶)، سرپل (۱۵)، پروان (۱۳)، پکتیکا (۱۲)، خوست (۱۲)، پکتیا (۷)، لغمان (۵)، فاریاب (۳)، جوزجان (۲)، فراه (۲) او بادغیس (۱) ولایتونو کې ثبت شوي دي.

له دې سربېره، د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۶ تنه د کووېډ-۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه دغه وایرس ته په ماتې ورکولو بریالي شوي دي.

له دې سره په هېواد کې د کورونا وایرس د قربانیانو شمېر ۱۹۳ او د بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۳۱ تنو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې دی چې نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۵ مېلیونه تنو څخه اوښتی. ټوله نړۍ کې له ۳۲۸ زره څخه ډېر کسان د دغه وایرس له امله مړه او ۱٫۹ مېلیونه کسانو دغې ناروغۍ ته په ماتې ورکولو بریالي شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون