امنيت سلايډ (فيچر)

شنونکي: لویدیځ او امریکا په لوی لاس افغان هوايي ځواکونه نه تجهیزوي

نړۍ نیوز-۱۳جنوري۲۰۱۷

افغان هوايي ځواک چې د مخالفینو په ځپلو کې تر ټولو اغېزناک ځواک بلل کیږي امریکا او لویدیځ قصدا نه دی تجهیز کړي او نه غواړي اوس هم نوې او پرمختللې الوتکې ولري.

یو شمېر شنونکي وايي، ناټو او امریکا له لومړي سره د افغان ځواکونو د تجهیز هوډ نه درلود.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي، امریکا او ناټو د ټولو افغان ځواکونو او په ځانگړي ډول د هوايي ځواک د تجهیز اراده نه لري.

نوموړي نړۍ نیوز ته وویل: «امریکا او ناټو له پاکستان سره د پټو معاملو پر بنسټ نه غواړي چې افغان هوايي ځواک پياوړی شي، دویمه مسئله داده که افغان هوايي ځواک پیاوړی شي، بیا په افغانستان کې د امریکا د جاسوسۍ او بم غورځونکو الوتکو اړتیا له منځه ځي.»

د امرخیل په وینا افغان هوایي ځواک دا مهال یوازې محدودې جنگي چورلکې او الوتکې لري او لویه برخه یې یوازې اکمالاتي الوتکې او چورلکې دي.

د افغان هوايي ځواک پخوانی قوماندان جنرال عبدالوهاب وردگ وايي، له افغان حکومت سره ژمنه شوې وه چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به یې هوايي ځواک بشپړیږي.

وردگ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغان هوايي ځواک لپاره زیربنا ډیره مهمه وه چې تر ۲۰۰۹ پورې هیڅ پام نه ورته کېده او بالاخره تر دې کال وروسته دغه برخې ته نسبي پام وشو.

په هوايي ځواک کې زیربنا پوځي هوايي ډگرونو، روزنځایونو او الوتکو ته ویل کیږي.

یو بل سیاسي کارپوه وحید مژده هم څه موده وړاندې له نړۍ نیوز سره په خبرو کې ویلي، و په ۲۰۰۱ کې د امریکا او پاکستان د پټې معاملې یوه برخه دا وه چې افغان امنیتي ځواکونه به په هغه کچه نه تجهیزیږي، چې پاکستان ترې د خطر حس وکړي.

خو سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وایي، د امریکا په پالیسۍ کې د افغان هوايي ځواک تجهیزول نه و شامل؛ خو افغان چارواکو باید دا کار د هغوی لومړیتوب ته را وستی وای.

نوموړي نړۍ نیوز ته وویل: «د افغان هوایي ځواک د نه تجهیز لوی لامل د امریکا د ارادې نشتوالی دی، افغان چارواکو هم له ۲۰۰۱ نه ۲۰۰۸ کال پورې د هوايي ځواک د پرمختگ لپاره جدي غوښتنې نه وې کړې او لا یې هم نه شي کولی.»

شاهین زیاتوي ددې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ له لوري طرح شوې لوبې خرابې نه شي افغان ځواکونو ته بم غورځونکي الوتکې او په وسلو سمبال چورلکې نه ورکول کیږي.

په ځینو حالاتو کې افغان چارواکو هڅه وکړه له امریکا د هوايي ځواک ملاتړ ته نورې سرچینې پیدا کړې؛ خو بریالي نه شول او یا یې پر وړاندې امریکا په یو ډول خنډ شوې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي  په ۲۰۱۴ کې له هند څخه د افغان هوایي ځواک د پياوړي کولو غوښتنه کړې وه، چې هند ونه منله.

د ملي یووالي حکومت په پیل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له روسيې هم د جنگي الوتکو مرسته وغوښته؛ خو دغه غوښتنه لا هم غوښتنه پاتې ده.

د افغانستان دفاع وزارت رسما د خپلو شته الوتکو او چورلکو شمېر نه ښيي؛ خو نړۍ نیوز ته امنیتي سرچینو ویلي، چې افغان هوايي ځواک دا مهال اته شپېته چورلکې لري، چې تر شلو کمې یې جنگي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې افغان ځواکونه په اوولسو ولایتونو کې لویې ترانسپورتي الوتکې لري چې شمېر یې روښانه نه کړ.

کابل کې د دغه ځواک څلور الوتکې د ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو د لیږد را لیږد او  بیړنیو حالاتو لپاره ځانگړې شوې دي.

د پېلوټانو روزونه د هوايي ځواک یو بله ستونزه ده او د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال یو شمېر افغان پېلوټان په چک جمهوریت، هند، متحده عربي اماراتو او امریکا کې فارغېدو ته نږدې شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په په وینا ډير ژر به دغه پیلوټان د افغان هوايي ځواک له لیکو سره یو ځای شي.

هغه سرچینې چې نړۍ نیوز ته یې معلومات ورکول وویل، په بهر کې د هر روزل کېدونکي افغان پيلوټ لگښت دوه میلونه ډالر کیږي؛ خو که دغه روزنه په افغانستان کې ترسره شي لگښت یې نیمايي ته را ښکته کیږي.

د پيلوټانو د روزنې لپاره افغانستان تر اوږده انتظار وروسته د پيلوټانو یو کال وړاندې په نړیوالو معیارونو برابر هوايي ډگر پیدا کړ.

د افغان پیلوټانو د روزلو دغه ځای د هرات ولایت شینډنډ هوايي ډگر دی چې اوس پکې شپېته سلنه افغان پيلوټانو زده کړوي.

تر هرات وروسته کابل پوځي هوايي ډگر د افغان هوايي ځواک لویه اډه بلل کیږي چې په ۱۸۳ میلونه ډالر رغېدلی، همداراز د کندهار هوايي لوا په ۱۵۰ میلونه ډالر رغېدلې ده.

اوس د افغان هوايي ځواک د جذب لپاره شرایط خورا سخت شوي، سختې ازموینې، انگلیسي ژبه، فزیکي وړتیا او گڼ نور ټکي په پام کې نیول کیږي تر څو یو کس وکولی شي چې لومړي پړاو ته شامل شي چې تر هغه ورسته یې روزنه هم اسانه نده.

د ملي دفاع وزارت د مخکنیو رسمي اعلامیو له مخې افغان ځواکونه په کال کې شاوخوا نهه زره عملیات کوي، چې نږدې دریمه برخه کې یې افغان هوايي ځواک شامل دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون