افغانستان سلايډ (فيچر)

 عبدالله: د سولې غږ تل د دولت له لوري رد شوی

د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله

نړۍنیوز ۲۱ جنوري ۲۰۱۷

د ملي یووالي حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله وايي، د سولې غږ تل د دولت له لوري خپ شوی او وسله‌الو مخالفين د دولت په پرتله سولې ته ډېر لېواله دي.

نوموړي نن په سپیدار ماڼۍ کې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ویلو په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اوسني حکومت ډېری چارواکي سوله نه غواړي او تل په جگړه فکر کوي.

عبدالله عبدالله همدارنگه زیاته کړه، په روان کال کې د سولې لپاره ډېرې هڅې شوي؛ خو د زیاتو هڅو پر وړاندې د دولت لوړ پوړي چارواکي خنډ شوي دي.

 عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې وويل، چې سوله ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې پوره هلې ځلې کوي.

د ملي یووالي حکومت اجراييه رییس دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنگ مخکني وزیر عبدالباري جهاني هم ورته خبرې کړې وې.

ښاغلي جهاني لیکلي و، چې ولسمشر غني غواړي له مخالفینو سره سوله وکړي؛ خو د ملي امنیت شورا په گډون یې زیات چارواکي مخالفت کوي.

جهاني په خپله لیکنه کې لیکلي و، ملي امنیت شورا د هغو کسانو د نیولو گواښ هم کړی و، چې کابل ته د سولې خبرې کولو په موخه دده په بلنه راغلي وو.

د سولې هڅې په تېر کال کې گړندۍ وې؛ خو په روان کال کې تراوسه پورې نه هم دولت او نه هم وسله‌والو طالبانو د کومې ښکاره غونډې خبر ورکړی.

دا لومړی ځل دی، چې د ملي یووالي حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې د سولې غږ د دولت له لوري ردیږي او مخالفین سوله غواړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون