افغانستان خبر

د طالبانو یوه غونډه کې چاودنه شوې

نړۍ نیوز – ۲۲ جنوري ۲۰۱۷

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په هغه غونډه کې چاودنه شوې، چې د کندوز لپاره د هغوی نومول شوی والي او گڼ طالب قوماندانان په کې وو.

دولتي چارواکي وایي، دا یو ځانمرگی برید و، چې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله شوی؛ خو طالبان بیا وایي، په دشت ارچي کې کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

کندوز کې د پولیسو د سپین غر زون ویاند محفوظ الله اکبري وايي، تېره ماذیگر د دشت ارچي په ملا قلي سیمه کې د طالبانو په یوه غونډه کې ځانمرگی برید شوی.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې نړۍ نیوز ته وویل، طالبانو په ملا قلي سیمه کې غونډه لرله او د غونډې په ځای کې ځای پر ځای شوی ماین پرې چاودلی او هغوی ته یې مرگ ژوبله اړولې.

سرچینې وویل، په چادونه کې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا سلام او څو نور کسان ټپيان دي او څلور طالبان وژل شوي دي.

دغه امنیتي سرچینه وايي، چې دغه پېښه د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د کندوز لپاره د دوی والي ملا سلام ژوندی او روغ دی.

ده په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، دوی په کندوز کې د کومې پېښې راپور نه لري.

د سیمې خلک هم تاییدوي چې په دشت ارچي کې د طالبانو د ناستې پر مهال چاودنه شوې ده؛ خو له مرگ ژوبلې یې بې خبره دي.

تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې طالبانو د ملا عبدالرسول د ډلې پر یوه قوماندان یوه نیمه اونۍ وړاندې هغه مهال ځانمرگی برید وکړ، چې غوښتل یې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون