افغانستان خبر

فراه او هلمند کې د ایران د لاسوهنو تر شا څه دي؟

نړۍ نیوز-۲۲جنوري۲۰۱۷

له تېرو څو کلونو راهیسي د فراه چارواکي د دغه ولایت په نا امنیو کې د ایران د لاس لرلو نارې وهي، چې اوس دغه غږ د هلمند والي هم بدرگه کړ او په وینا یې هلمند کې د جگړې د تمویل تر شا د ایران لاسونه دي.

پلازمېنه په دې اړه تبصره نه لري؛ خو سرچینې وایي، کابل هم د افغانستان د لویدیځ او جنوب په جگړو کې د ایران لاسوهنو اندیښمن کړی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، هلمند کې د ایران د پوځي لاسوهنې لامل د هلمند سیند اوبه دي، چې ایران اوس سخته اړتیا ورته لري.

حیات رسنیو ته ویلي، په لښکرگاه کې د ده کور ته څېرمه دوه څلویښت هغه توغندي لگيدلي، چې په ایران کې جوړ شوي دي.

افغانستان له ایران سره د اوبو په برخه کې په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې د مرزي اوبو تړون لاسلیک کړی، چې اوس ایران په دغه تړون قناعت نه لري او حیات الله حیات وايي، ایران نه غواړي چې افغانستان خپلې اوبه مهار کړای شي.

د فراه والي اصف ننگ هم وايي، د فراه د جگړې تر شا د ایران لاسونه دي؛ خو پوښتنه دا ده چې په فراه کې د ایران موخه څه کیدای شي؟!

سیاسي شنونکي وايي، هغه ولایتونه چې له ایران سره پوله لري په دغه ولایتونو کې د ایران لاسوهنه اسانه ده او ایرانیان په افغانستان کې د خپلو گټو او امریکا د بوخت ساتلو لپاره لاسوهنه کوي.

سیاسي کارپوه لطیف نظري وايي، ایران د افغانستان په جگړو کې خپلې گټې گوري او گټې یې دا دي، چې له یو لوري د افغانستان د اوبو د مهار مخه ونیسي او له بل لوري افغانستان د خپل یوه لاسپوڅي په توگه وکاروي.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل، فرهنگي یرغل، په حکومتي چارو کې لاسوهنه، د امریکا پر وړاندې خنډونه پيدا کول او ورته نورې پروژې د ایران موخې دي، چې په افغانستان کې یې تعقیبوي.

د فراه د ولایتي شورا رییسه جمیله امیني هم وایي، چې ایران ځکه په فراه کې نا امنیو ته لمن وهي چې د بخش آباد برېښنا بند د جوړېدو مخه ونیسي.

نوموړي رسنیو ته ویلي، حکومت باید له ایران سره خبرې وکړي او د یاد هېواد د هغه لاسوهنو مخه ونیسي، چې په افغانستان کې یې کوي.

له کلونو راهیسې افغانستان له گاونډیو د لاسوهنې نارې وهي؛ خو د نړیوالو دریځ چې په افغانستان کې حضور لري په دې اړه څرگند نه دی، چې له ډيرو خلکو سره یې دغه چوپتیا پوښتنې پيدا کړې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون