افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: «د امريکايي اشغال پايله د امريکا شرموونکې ماتې ده»‏

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په تازه لیک کې له ډونلډ ټرمپ خپلې غوښتنې خپرې کړې دي

نړۍنیوز ۲۳ جنوري ۲۰۱۷

طالبانو د امريکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د جگړې دوام د افغانانو په گډون د امريکا لپاره هم له مالي او ځاني پلوه زيان رسوونکی دی او غوښتنه يې  کړې، چې د افغان جگړې په اړه د جگړې خووښوونکو د مشورو منلو پر ځای د ځمکنيو حقايقو په درک کولو خپل سرتېري له افغانستانه وباسي او دغې جگړې ته د پای ټکی کېږدي.

طالبانو د پخوا پر خلاف په نرمه ژبه د امريکا نوي ولسمشر ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان روانې جگړې په تېرو پنځلسو کلونو کې امريکا ته د گټې پر ځای زيان رسولی او دی بايد د پخوانيو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما د تگلارو د پلي کولو پر ځای د جگړې په ختمولو کې خپل مسووليت ادا کړي.

طالبان وايي، چې دا جگړه د داسې پلمې لاندې پيل شوې، چې افغانان په کې هېڅ ښېکل نه او د روانې جگړې پاروونکي هغه کړۍ دي، چې د تمدونونو د يو ځای کېدو پر ځای د جگړې او ټکر پلويان دي او په دغو جگړو کې خپلې گټې ويني.

طالبانو ويلي، چې امريکا او نړيوالې ټولنې پر افغانستان د يرغل له امله د افغانستان خپلواکي سلب کړې ده. « افغانان د خارجي اشغال په مقابل کې راپورته شوي. له خپلې عقیدې، هیواد، انساني کرامت او خپلواکۍ څخه دفاع کوي. تاسې یقینا د ځان لپاره آزاد هیواد خوښوئ، حتی د امریکا په گاونډي هیواد کې هم د بل کوم هېواد عسکري شتون نه شئ منلی؛ خو د افغانستان مسلمان ولس ته بیا ولې په دغه مشروع حق قائل نه یاست؟، زموږ د هېواد خپلواکي مو سلب کړې او پر افغان ولس مو یوه لاسپوڅې اداره تحمیل کړې ده.»

طالبان وايي، چې افغانستان کې د ترهگرۍ وجود يوه بې بنسټه ادعا او شعار دی، چې يو شمېر پوځي او نورې امريکايي کړۍ يې د خپلو گټو لپاره کاروي.«که نوی امريکايي ولسمشر د جگړې او اشغال په ختمولو کې خپل مسووليت ادا نه کړي، امريکا به شرموونکې ماتې سره مخ شي.»

طالبانو هغه ليک ته هم اشاره کړې، چې ۲۰۱۰ کې يې د امريکا کانگريس ته د افغانستان جگړې او امريکايي پوځيانو د شتون په اړه ليکلی و.

په دغه ليک کې راغلي و، چې امريکايي پوځيانو د ترهگرۍ په نوم له افغان ولس سره جگړې او دښمني پيل کړي، د خلکو کورونه او باغونه نړوي، لسگونو زره افغانان بنديان دي او له کانگريس څخه يې د روانې جگړې د پای ته رسولو او امريکايي سرتېرو د وېستلو غوښتنه کړې وه.

طالبانو ډونلډ ټرمپ ته دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی، چې اوس هم د رسمي شمېرو له مخې ۸۴۰۰ امريکايي سرتيري د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او د اړتيا پر مهال په جگړو کې د مرستې لپاره په افغانستان کې پراته دي او امريکا اعلان کړی، چې درې سوه نور سمندري ځواکونه به هلمند ته د جگړې لپاره راولېږي.

طالبانو ويلي، که په تېرو پنځلسو کلونو کې امريکايي سرتېرو په افغانستان کې کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې، بلکې پرېمانه مالي او ځاني زيانونه ليدلي، نو راتلونکو وختونو کې هم د دغو جگړو پايله يوازې «د امريکا په شرموونکې تاريخي ماتې سرته رسېدای شي»

طالبان وايي: «افغانستان کې روانه جگړه ستاسې د اشغال پر وړاندې یو افغاني اسلامي مقاومت دی او ستاسې په مقابل کې یوه ډله نه بلکې یو ملت جنگیږي.»

طالبانو ويلي، د پخوانيو ولسمشرانو تجربو ښوولې، چې دغه جگړه نه گټونکې ده او ښه چاره يې دا ده، چې د يو معقول حل له لارې د افغانستان «اشغال» ته د پای ټکی کېږدي، دې سره به په نړۍ کې ثبات او امنيت هم راشي او امريکا دې د جگړې پر ځای د هېوادونو په جوړولو او پرمختگ کې مرسته وکړي.

طالبان وايي، که ټرمپ له افغانستانه خپل سرتيري وباسي، دې سره به هېواد کې سوله راشي او په نړۍ کې به هم د امريکا بايللی باور بېرته راوگرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون