افغانستان

 د پير سيد احمد گيلاني جنازه په ارگ کې له ادا کېدو وروسته ننگرهار کې خاورو ته سپارل کېږي

نړۍنیوز ۲۳ جنوري ۲۰۱۷

د پخواني جهادي رهبر او د سولې عالي شورا مشر، چې وړمه ورځ د ۸۴ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو، نن يې جنازه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ادا کېږي او د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورته سپارل کيږي.

ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس عبدالله عبدالله، وزيران او د سياسي گوندونو غړي د پير گيلاني جنازه کې د گډون لپاره ارگ ته رسېدلي  دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د پير گيلاني وفات افغانستان لپاره «په دې حساس وخت کې» نه جبرانېدونکی زيان بللی دی.

ولسمشر غني ويلي، چې پير گيلاني د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه کې رغنده رول لوبلی او هېواد کې د تلپاتې سولې ارمانجن و.

له جنازې وروسته به د پير سيد احمد گيلاني جنازه نن د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پير گيلاني په کورنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

په ۱۳۵۸ل کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، پیر سید احمد گیلاني په پېښور کې د «افغانستان ملي اسلاي محاذ» په نومه جهادي تنظیم تاسیس کړ.

د گیلاني تنظیم د جهاد په کلونو کې له منځلارو ډلو شمېرل کېده چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه راتگ یې د افغانستان د ستونزې حل باله. ښاغلي گیلاني د جهاد له بریا وروسته د جهادي ډلو ترمنځ په کورنیو جگړو کې ښکېل نه شو او په پاکستان کې اوسېده. نوموړی تر وروستیو پورې د جگړې پلوي نه وه کړې.

د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې، پیر سد احمد گیلاني له خپل اړخه د بون کانفرانس ته د «پېښور ډلې» په نامه پلاوی واستاوه او د وروستیو بدلونونو ملاتړ یې وکړ.

نوموړی په وروستیو کلونو کې حکومت ته نژدې سیاسي مشر گڼل کېده. د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د ولسمشر اشرف غني د تحول او تداوم د ټیم ملاتړ وکړ. ولسمشر غني ښاغلی گیلاني د سولې عالي شورا مشر وټاکه.

گیلاني د سولې عالي شورا درېیم مشر و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون