افغانستان سلايډ (فيچر)

کریم: له حکومت سره د سولې تړون له پلي کیدو ناراضه یو

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امين کريم

نړۍ نیوز-۲۳جنوري۲۰۱۷

هغه پلاوی چې د حزب اسلامي له ادرسه یې له ملي یووالي حکومت سره د سولې خبرې بریالۍ کړې، اوس د تړون له پلي کیدو ناراضه دی او په وینا یې د تړون پلي کېدل خورا سست دي.

د دغه پلاوي مشر محمد امین کریم، چې د حکومت او حزب اسلامي له لوري د سولې تړون پلي کیدو کمېټې غړی هم دی وایي، یو شمېر افراد او د حکومت په منځ کې بیروکراسي د سولې تړون پلي کېدو پر وړاندې خنډ دي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې همداراز ویلي، دوی د ولسمشر په اراده کې شک نه گوري؛ خو هغه چوکاټ چې ولسمشر په کې کار کوي، نه شي کولی تړون په سمه بڼه پلی کړي.

د کریم په وینا، حکومت لا هم نه دی بریالی شوی، د حزب اسلامي اړوند یو کس هم له زندانه خوشی کړي، په داسې حال کې چې دا پروسه باید له وړاندې پيل شوې وای.

نوموړي زیاته کړې، د حکومت او حزب اسلامي گډ پلاوی پر دې کار کوي، چې د حزب اسلامي د زندانیانو لومړنۍ سل کسیزه ډله ژر تر ژره له د  حکومت له زندانونو خوشي شي.

د هغه په وینا دوی د خپلو ۴۸۸ زندانیانو لومړنی نوملړ د خوشي کیدو لپاره تر تړون وروسته حکومت ته سپارلی، تر څو یې له خپلو زندانونو خوشي کړي.

د ملگرو ملتونو له تور نوملړه د گلبدین حکمتیار نوم ایستل، د هغه د اوسیدو لپاره د ځای ځایگي معلومول، د حزب اسلامي د غړو امنیت او څو نور موارد شته چې ولسمشر غني یې په اړه فرمان هم صادر کړی؛ خو د حزب اسلامي کسان ترې ناخوښه دي.

له حزب اسلامي سره سوله د ملي یووالي حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې دوه کلونو یاد حکومت او تر هغه وړاندې اته کاله ورباندې د حامد کرزي حکومت خواري کړې وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون