افغانستان

په شمالي او جنوبي سالنگ کې سلگونه کسان لارې خلاصیدو ته انتظار دي

نړۍ نیوز-۲۳جنوري۲۰۱۷

د مرکز او شمالي ولایتونو نښلونکی لوی تونل سالنگ له تېرې شپې راهیسې د واورې د اورښت او طوفانونو له امله تړل شوی او د سالنگونو دواړو لورو ته سلگونه کسان د لارې خلاصیدو ته انتظار دي.

د سالنگونو د څارنې او ساتنې مشر جنرال رجب وايي، دوی د خلکو د خوندیتوب لپاره احتیاطي تدابیر هم نیولي که مسافرو ته کومه ناروغي یا ستونزه پيدا کیږي، تر څو یې درملنه وشي او خوندي وساتل شي.

دی وايي، په شمالي سالنگ کې واوره نیم متر ته رسیدلې او سخت طوفان هم ورسره دی، نو ځکه موټرو ته د تگ راتگ اجازه نه ورکول کیږي.

د یادې لویې لارې یو موټر چلوونکي عطامحمد وايي، په جنوبي او شمالي سالنگ کې سلگونه کسان د بغلان او پروان اړوند سیمو کې انتظار دي تر څو لاره خلاصه شي.

دی چې په جبل السراج کې انتظار دی، وايي، حکومت په هغه کچه تدابیر نه دي نیولي، چې د احتمالي پېښو پر مهال د خلکو ژوند خوندي کړي، بلکې یوازې لاره یې بنده کړې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت بیا وايي، چې خنجانو سیمه کې سلگونه موټر درول شوي دي.

نوموړي نړۍ نیوز ته وویل، دغه موټرو ته له نن سهار وختي راهیسې ددې لپاره اجازه نه ورکول کیږي، چې د احتمالي پېښو مخه ونیول شي.

که پر یادو سلگونو مسافرو په همدې ځای کې شپه راځي، بیا هم د ډيرو ماشومانو، سپين ږیرو او ناروغانو ژوند له گواښ سره مخ دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون