افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دې بې ځایه اوازې نه خپروي

نړۍنیوز ۲۳ جنوري ۲۰۱۷

کورنیو چارو وزارت د ټولنیزو رسنیو له کارکوونکو غوښتي، چې بې ځایه اوازې دې نه خپروي، ځکه دغه ډول بې ځایه اوازې د دولت او ملت ترمنځ واټن زیاتوي.

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغې پېښې ته اشاره کړې، چې گوندې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د تخار والي انجينر ضیا د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې؛ خو په حقیقت کې هېڅ هم نه و پېښ شوي.

د خواله رسنیو فېسبوک او ټویټر ځینو کاروونکو لیکلي وو، په پنجشیر کې د کورنیو چارو وزیر او د تخار والي د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په پنجشیر کې هېڅ ډول پېښه نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت د خواله رسنیو له کاروونکو غوښتي« د بې ځایه اوازو او بې بنسټه خبرونو له خپرولو څخه جدي ډډه وکړي»

د خواله رسنیو د قانون نشتوالي له امله زیات کارکوونکي ټولنیزو، سیاسي، ادبي او خبري برخو کې معلومات خپروي، چې خبري برخه یې زیاتې اوازې او د خلکو د اندېښنې وړ گرځي.

د کورنیو چارو وزارت په خپله خپره کړې اعلامیه کې نه دي ویلي، چې په راتلونکي کې د داسې اوازو خپرونکو سره به کوم ډول چلند وکړي.

له دې وړاندې هم د خواله رسنیو کاروونکو داسې خبرونه خپاره کړي، چې په حقیقت کې هېڅ نه وو؛ خو زیاتو خلکو ته یې اندېښنې پیداکړې وې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون