افغانستان

کونړ کې ترافیکي پېښې اوو تنو ته مرگ ژوبله اړولې

نړۍنیوز ۲۳ جنوري ۲۰۱۷

د کونړ چارواکي وايي، نن غرمه مهال په چپه دره ولسوالۍ کې سراچه موټر له گړنگ څخه لوېدلی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه گل همت رسنیو ته ویلي، سراچه موټر د نورستان له مرکز پارون څخه د کونړ مرکز اسعداباد ته پر لاره و، چې په چپه دره ولسوالۍ کې له گړنگ څخه لوېدلی دی.

د همت په خبره، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي؛ خو د هغوی د روغتیايي حالت په اړه یې د خبرو کولو څخه ډډه کړې.

نوموړي د موټر غورځېدو لامل د لارې خرابوالی بللی.

له بل لوري د کونړ امنیه قوماندانۍ وايي، تېره ورځ یې په سرکاڼو ولسوالۍ کې درې ماین لېږدونکي نیولي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، نیول شویو سره یې یو شمېر ماینونه نیولي او اوس ترې پوښتنې روانې دي؛ خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

کونړ د هېواد ختیځ کې غرنی ولایت دی، چې د ژمي په موسم کې ډېرو واورو او اورښتونو له امله د کونړ او نورستان لاره د ډېر وخت لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون