روغتيا او ژوند

د اضافي وزن کمولو اسانه طریقه

نړۍ نیوز – ۵ سټمبر ۲۰۱۶

نن سبا غیر فعاله ژوند او د صحي خوړو کمه او یا هم نه کارونه هغه لاملونه دي چې زیات شمیر خلک يي په اضافي وزن اخته کړي.

اضافي وزن یو له هغو روغتیايي ستونزو څخه دی چې انسان په زیات شمیر جدي او مهلکو ناروغیو اخته کولی شي. د یو شمیر روغتیايي څیړنو او پلټونو پر بنسټ اضافي وزن د کولسټرول، شکرې، د زړه ناروغي، سرطان، د وینې فشار او زیات شمیر نورو گڼو ناروغیو لامل ګرځي.

روغتیايي څیړونکي تل هڅه کوي چې د دغې جدي ستونزې چې اوس ناروغي او معلولیت هم ګڼل کیږي لپاره د حل غوره او اغیزمنه لاره ومومي.

د ترسره شوو څیړنو پر بنسټ کافي اندازه اوبه څښل، ټاکل شوې اندازه ورزش او په خوړو کې سبزیجاتو ته ترجیح ورکول هغه څه دي چې انسان د اضافي وزن سربیره له زیات شمیر نورو ناروغیو هم ژغوري.

په دې وروستیو کې په انګلستان کې یوې څیړنې ثابته کړې چې هغه کسان چې غواړي اضافي وزن کم کړي باید غوښه د خپلو ورځنیو خوړو له لیست څخه لرې کړي.

څیړونکو ویلي چې د اضافي وزن کمولو لپاره ډیرې نورې لارې هم شته خو له غوښې څخه ځان لرې ساتل هغه طریقه ده چې ډیر چټک اغیز کولو سره اضافي وزن کموي.

په څېړنه کې ثابته شوې چې د یوې میاشتې لپاره په بشپړ ډول له غوښې ځان ساتل او د سبزیجاتو استعمال یو نیم کیلو اضافي وزن کمولی شي.

په څیړنه کې همداراز ویل شوي چې هغه کسان چې سبزیجاتو خوړل خپل عادت ګرځوي په هغوی کې د هغو کسانو په پرتله چې غوښه ډیره کاروي د ورزش او فزیکي فعالیتونو تلوسه زیاته وي.

د زیات شمیر روغتیايي څیړنو، پلټونو او روغتیايي کارپوهانو په وینا سبزیجات خپل ترکیب کې غوړ او وزن زیاتوونکي مواد نه لري چې له همدې امله د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

دغې څیړنه کې چې د انګلستان فورزه سپلیمنټس ادارې لخوا چې د اضافي وزن کمولو لپاره کار کوي، ترسره شوې کې ویل شوي چې د غوښې کارونه پریښودل د اضافي وزن کمولو امکان ٪۸۷ زیاتوي او په یقیني ډول د انسان اضافي وزن کموي.

له دې وړاندې تیره اوونۍ د امریکا په ارسیرو پوهنتون کې ترسره شوې څیړنې ثابته کړې وه چې د نشایستې په وړاندې مزاحمت کوونکي کاربوهایډریټونه د اضافي وزن په کنټرولولو کې مرسته کولی شي.

هغه کاربوهایډرټونه چې په بدن کې د نشایستې په وړاندې مزاحمت کوي په سپینو وریجو، مختلفو حبوباتو او مکروني کې په کافي اندازه شتون لري.

د څیړنې پر بنسټ دغه کاربوهایډریټونه په ځنډ سره هضمیږي او په معده کې په فټي اسیدونو بدلیږي چې د بدن د انرژي پوره کولو په موخه کارول کیږي.

دغه ډول کاربوهایډریټونه په خوږو شیانو کې شته کاربوهایډریټونو سره توپیر لري. په خوږ خوړو کې شته کاربوهایډریټونه ډیر ژر په بدن کې جذبیږي او د سوځیدو پر ځای غوړ ذخیره کوي او د اضافي وزن لامل ګرځي.

له دغې څیړنې ثابته شوې چې په سپینو وریجو او مکروني کې پیداکیدونکي کاربوهایډریټونه انسان له اضافي وزن څخه ژغوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون